ولي ځيني افغان مهاجر له جرمني نورو هيوادونو ته ځي؟
حرکت۱۳۹۵ شهریور ۲, سهشنبه[No title]
اروپا ته مهاجرت
په ايتاليا کي د مهاجرو اجتجاجونو سرخوږی جوړ کړی
په داسې حال کې چې په ايټاليا کي پناه غوښتونکو سوداګریز مرکزونه نیولي دي، څو په لمپیدوزا کې د پناه غوښتونکو د ساتنو پر ضد احتجاج وکړي سیمه ییز اوسیدونکي د دغه جنجال د خلاصیدو غوښتنه کوي، څو د سیاحت ته زیان و نه رسیږي.
په دې سیمه کې جنجالونه هغه وخت خپل اوج ته ورسیدل چې پناه غوښتونکو په کمپونو کې د ساتل کیدو پر ضد اعتراض کې د ښار لوی پلورنځایونه ونیول. د سومالیا ۱۷ کلن محمد جمعه، وایي چې له دې کبله په احتجاجونو کې ګډون کوي چې د مهاجرو د راجستر د مرکزونو چارواکي هغو ته پرته له دې چې خپلې ګوتې ثبت کړي د تلو اجازه نه ورکوي.
له ډیر وخت راهیسې لمپیدوزا ته د شمالي افریقا هیوادونو مهاجر راځي خو د «تودوځایونو» یا هغو سیمو چې مهاجر پکښې لومړی ځای پر ځای کیږي، نوي جنجالونه جوړ کړي دي. دغه تاپو یوازې ۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري او د سیمه ییزو اوسیدونکو په حواله د ډېرو مهاجرو ظرفیت نه لري. هغو اندیښمن دي چې د کډوالو حضور به د سیلانیانو د راتلو بهیر ته زیان ورسوي.
علي ادو د سومالیا له هیواد څخه دی او لمپودوزا ته تر رسیدو مخکې نه ورځې په اوبو کې بند وو. هغه وایي چې دی له نهو میاشتو راهیسې د مهاجرو د ثبتولو په دغه مرکز کې پروت دی. هغه وایي: «موږ له جګړې راتښتو. الشباب زما هیواد ویجا کړ. زه نه پوهیږم چې هغوی ولې موږ د مهاجرو په توګه نه مني لکه په آلمان کې چې سوریایان منل کیږي.
د سه شنبې په سهار سیمه ییز اوسیدونکي له مهاجرو سره مخامخ شول. په دغه پلازا کې چې مهاجر اوسېږي يو لوی پلورنځي ته نزدې د یوې آریشګاه خاوندې ماریا ماګیوري، وویل: «بوی زما مشتریان په عذابوي. دغه خلک زما دکان ته نزدې رفع حاجت کوي او زما مشتریان ویره لري چې په ناروغیو به اخته شي.»
ګیاکومو متینا وایي چې ۳۰ کال یې له مهاجرو سره مرسته کړې ده او آن په ۲۰۱۱م کال کې یې د یوه تونسې ماشوم سرپرستي هم پر غاړه واخیسته خو هغه وایي چې نور له دې وضعیته ستړی شوی دی: «هغوی هیڅ د قوانین درناوی نه کوي. زه مي ښځي ته وایم چې باید خپل کور وپلورو او له دې ځایه ولاړ شو ځکه زه نور په لمپیدوزا کې ژوند نه شم کولای.»
ګیاکومو سفرلازو وایي: «دا د نادارو کسانو تر منځ جګړه ده او د هغو سیاستونو پایله ده چې د اروپايي ټولنې له خوا رامنځ ته شوي او موږ پرې هیڅ کنترول نه لرو.» هغه زیاتوي: «که ایټالیا په یوه کال کې د خپلو وسلو صادرات درې برابره کي او په لیبیا کې جګړه رامنځ ت کړي نو موږ د څه تمه کولای شو.»
اګلا ماراوینتانو، د شمالي لیګ محافظه کاره ګوند غړې د مهاجرو د حضور پر وړاندې د اعتراض په توګه سړک بندوي. هغه هم غواړې چې له دې سیمې څخه د کډوالو د ثبت مرکز و ایستل شي.
هغه وایي چې کډوال دې سیمې ته د سرحدي ساتونکو له خوا راوړل کیږي.
۱۷ کلن تونسې دیها همامي وایي چې هغه د سیمه ییزو اوسیدونکو په ستونزو پوهیږي خو دا موضوع په لمپیدوزا کې د مهاجرو د ثبتولو مرکز تر شتون لویه ده. هغه وایي: «زه هیڅ هم نه غواړم، یوازې غواړم په سوله کې ژوند وکړم. په تونس کې موږ بیر نه شو څښلای او د موسیقې اوریدو اجازه نه لرو. موږ هلته له سختو ستونزو سره مخامخ یو، خو نه غواړو چې ایتالیاویان هم له ورته ستونزو سره مخامخ شي.»
د سه شنبې په ورځ اعتراض کوونکي معترضین له پلازا څخه ووتل او یو بل ځای ته ولاړل. یمني کډوال وایل مارش وایي: «موږ نه غواړو چې دلته ووسو ځکه د دې ځای خلک موږ نه غواړي نو تر هغه وخته پورې به اعتراضونه وکړو چې موږ له دې ځایه وباسي.»