1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي یونان له کرونا سره په مقابله کي تر اوسه بریالی دی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

یونان ډیر ژر له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه اقدامات وکړل. ډیری یونانیان د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر وضع سوي قیودات مراعتوي. د یونان دولت څرنګه د کرونا بحران په مدیریت کې بریالی سو؟

BdTD Griechenland Athen Akropolis vor Osterfest der Orthodoxen
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

د یونان لومړی وزیر کیریاکیوس میتسوتاکییس، د چهارشنبې په ورځ (د اپریل میاشتي ۲۹مه نیټه) په یوې ټلویزوني بیانیه کي له کرونا سره د مثبتي مقابلې بیلانس ورکړ او په عین حال کي يې د کرونا پخاطر وضع سویو ځینو قیوداتو د له منځه وړلو خبره وکړه.

خو په یونان کي د کرونا سره د مبارزې اصلي چهره لومړی وزیر نه، بلکه یو ۵۵ کلن ډاکتر دی چي هره شپه د ماښام په شپږ بجو پر تلویزون راظاهریږي او په آرام غږ د یونانیانو هرکلی کوي. یونانیان هم د ډاکتر سیودراس خبرو ته غوږ نیسي. هغه په کرونا د تازه اخته کیدونکو کسانو ارقام بیانوي او خلکو ته لارښووني کوي.

د کرونا پانډمي د شیوع څخه تر اوسه پوري په یونان کي د یوازې ۱۳۸ کسانو مړه کیدل ښيي چي دغه هیواد د کرونا سره په مقابله کي تر نورو هیوادونو څومره کامیابه دی.

یونان چمتو وو

لومړی وزیر د تیر عیسوي کال په پای کي دغه یونانی ویروس پیژندونکی، چي اوس یې خلک هره شپه د ږغ او څیرې سره عادت شوي، د کرونا په موضوع کي د خپل خاص مشاور په حیث انتخاب کړ. کله چي د ۲۰۲۰ م کال په فبروري میاشت کي په دغه هیواد کي لمړنۍ مثبته پيښه ثبت سوه، نو د یونان حکومت د دغه ډاکتر د سپارښتنې له مخې بیله ځنډه او ډیر ژر ټول لوی اجتماعت بند کړل.

په یونان کي تر نورو هیواونو ډیر ژر مکتبونه، پوهنتونونه او رستورانونه وتړل سول. ځکه نو په کرونا د اخته کیدونکو کسانو تعداد له پیل څخه ټیټ پاته سو. هغو کسانو چي د دغو قیوداتو له کبله یې خپل کارونه د لاسه ورکړی وه، له اوږدو اداري بهیرونو پرته ۸۰۰ یورو ترلاسه کړې.

خلک هم له دغو قیوادتو سره موافق دي او د پنځو اوونیو راهیسي چي هغه پلي کيږي، خلک یوازي د ضروري شیانو د رانیولو په خاطر له کورونو څخه بهر وځي.

انځور: DW/O. Gill

د حکومت د ښه مدیریت ستاینه

تر ۸۵ فیصده ډیر یونانیان د کرونا بحران سره د حکومت د ښه مدیریت خبره کوي. لومړي وزیر په خپله هم د حکومت کارونه ستایلي او په یوه ټلویزوني بیانیه کي یې «د کرونا سره په مقابله کي د یوه سازمان یافته دولت» خبره وکړه، چي په خبره یې د «خپلو اتباعو حفاظت یې کړی او په عین حال کي یې د هغوی ملاتړ هم پلاس راوړی دی». هغه په خپلو خبرو کي همدارنګه وویل: «یونانیانو هم ډیر ښه عمل کړی دی؛ مقررات یې مراعت کړي او په دې ډول سره یې د خپلو ځانو او همسایګانو صحت او سلامت ساتلی دی.»

اوس به نو دغو بریالیتوبونو ته په کتو سره په دغه هیواد کي د راتلونکي دوشنبه څخه ځیني محدودیتونه له منځه ولاړ سي. د مې میاشتي د څلورمي څخه یونانیان اجازه لري، چي پرته له کوم ځانګړي دلیل څخه هم له خپلو کورونو څخه راووځي. خو په عین حال کي نور سخت مقررات پر خپل حالت پاتیږي. رستورانونه، مغازې او ساحلونه به بیا هم بند تړلي وي.

روغتیایي مجهز سیسټم

یونان د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي بحران په جریان کي د نورو ترڅنګ په روغتونو او کلینیکو کي هم د پرسونل د سخت کمبود سره مخامخ سو. په دغه جریان کي ډیرو روغتیایي کارکونکو خپل کارونه دلاسه ورکړل. خو په دې لار کي هم لومړي وزیر د خپلو بریالیتوبونو څخه خبر ورکوي. هغه وایي چي حکومت په زرهاو ډاکتران بیرته استخدام کړل او د مراقبت او څارني عاجله څانګه یې پراخه کړه. په همدې دلیل په کرونا اخته هر مریض په عاجل سرویس کي د بستریدو امکان لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب