ولي یوه مسلمانه سوې المانۍ په ۸ کاله بند محکومه سوه؟
۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه![Deutschland 2015 Prozess gegen IS-Helfer in Düsseldorf | Angeklagte Karolina R.](https://static.dw.com/image/44493306_800.webp)
د دوسلدورف ایالتي محکمې نن جمعه(د جون میاشتي ۲۶ مه نیټه) دغه ۴۴ کلنه په دې تور باندي په اته کاله بند محکومه کړه، چي په خبره یې هغې د خپل میړه سره یوځای په جرمني کي د سختو زهري بیالوژیکي موادو یوه حمله پلان کړې وه.
د هغې میړه دمخه لا د محکمې له خوا په ۹ کاله بند محکوم سوی و. د محکمې په حکم کي راغلي دي، چي دغه د ۷ اولادونو مور د اسلامي دولت ډلي(داعش) ایډیالوژي اختیار کړې وه. په داسي حال کي چي لويي څارنوالۍ د هغې له پاره د ۹ کاله بند سزأ غوښتنه کړې وه، بیا د هغې مدافع وکیل تر مراقبت لاندي د جزأ غوښتنه کړې وه. دا داسي یو سزا ده، چي څوک بندي کیږي نه، خو د پولیسو او عدلي مقاماتو تر تعقیب لاندي وي. د وکیل په خبره، دا د حملې د یوه پلان څخه نه خبره وه او نه یې هم پلان کړې وه.
د اټکلونو پراساس دغه زهري موادو د ۱۳۵۰۰ انسانانو د وژل کیدو له پاره کفایت کاوه. دغه جوړه د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کی نیول سوي ول.