ولې د اوکراین سيويرودونيڅک ښار مهم دی؟
۱۴۰۱ خرداد ۱۹, پنجشنبهد اوکراین په ماریپول ښار کې د وروستي او کرایني سرتیري تر تسلیمیدو یوازې څو اوونۍ وروسته، اوس د دونباس په سیمه کې یو بل ښار سيویرودونیڅک د روسي ځواکونو لاس ته د لویدو له ګواښ سره مخامخ دی. په ماریپول ښار کې بیا اوکرايني ځواکونه په دې هیله روسي سرتیرو ته تسلیم شول چې کې د بندیانو په تبادله کې بیرته آزاد شي.
سيویرودونیڅک او په ګاونډ کې یې پروت بل ښار ليسيچانسک په لوهانسک سیمه کې دوه پاتې مهم ښارونه دي چې په قسمي توګه د کیف په کنترول کي دي. د دونیڅک او لوهانسک سیمې دواړي د دونباس منطقې په نوم یادیږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي، ویلي دي چې د «سيویرودونیڅک پر سر سختې نښتې» په اوکراين کې د جګړې له سختو نښتو څخه يوه ده او په خبره یې دغه نښتې به د دونباس برخلیک روښانه کړي.
اوکراینیان اندیښمن دي چې روسیه کیدای شي پر سيویرودونیڅک باندې هم د ماریپول په څیر پراخ بریدونه پیل کړي او بشپړ کنترول یې په لاس کې واخلي. د سيویرودونیڅک ښاروال وایي چې لا هم په دې ځای کې لس زره ملیکان پاتې دي.
د کیمیاوي صنعت مرکز
د اوکراین تر جګړې مخکې د سيویرودونیڅک ښار شاوخوا ۱۰۰ زره نفوس لاره. د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د «ازوت کیمیاوي بټي» ته نزدې خلک منتقل شوي وو چې بیا وروسته دغه سیمه په یوه ښار بدله شوه. په ۱۹۵۰مې لسیزې کې بیا دې سیمې ته د سيویرودونیڅک نوم ورکړل شو چې لوهانسک، دونیڅک او خارکیف ښارونو ته نزدې پرته ده.
د ازوت کیمیاوي بټې د ديميتري واسيلويچ فيرتاش په نوم یوه کس پورې تړاو لري چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په اتریش کې ژوند کوي او د اداري فساد د شک له کبله امریکا متحده ایالاتو ته د استول کیدو له ګواښ سره مخامخ دی. په دې بټۍ کې کیمیاوي سره تولیدي چې د نړۍ بیلابیلو سیمو ته صادریږي.
په سیمه کې د ډیرو نورو فابریکو په څیر په ازوت کیمیاوي بټۍ کې هم په وروستیو کلونو کې تولیدي چارې په دونباس کې د جګړې له کبله له ستونزو سره مخامخ وې. په سيویرودونیڅک ښار کې نورې کیمیاوي بټۍ او فابریکې هم شته.
په دوبناس کې د بیلتون غوښتنې هڅې له سيویرودونیڅک څخه پیل شوې
د سيویرودونیڅک سیمه له دې کبله هم مشهوره ده چې څه نا څه شل کاله مخکې لومړۍ له همدې ځایه د اوکراین د تجزیې غږ پورته شو. د ۲۰۰۴م کال د نومبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه د تش په نوم «له هر سطحې د ټولو اوکراینیانو د معاونینو کانګرس» په همدې ښار کې غونډه وکړه. په دې غونډه کې اکثره د روسیي پلوي «سیمو ګوند» غړو ګډون کړی وو.
دغه ګوند چې په دونباس کې تاسیس شوی وو، په هغه وخت کې په دې سیمه کې ډیر نفوذ لاره. کله چې په کیف کې د لوېدیځ په پلوي «نارنجي انقلاب» مظاهرې وشوې، نو دغه ګوند هم د خودمختارۍ د اعلان ګواښ وکړ چې خارکیف یې مرکز او د ختيځ او سويل اته نورې سیمې او همدا راز د کریمیا او سیواستوپل سیمې پکې شاملې وې.
هغه وخت د مسکو ښاروال یوري لوږکوف، وو چې په ازوت کیمیاوي بټۍ کې یې په خپلې ځوانۍ کې کار کړی وو. هغه هم د ۲۰۰۴م کال په غونډه کې خبرې وکړې. لوږکوف بیا وروسته د سيویرودونیڅک ښار افتخاري اوسیدونکی هم وټاکل شو. دا په داسې حال کې وه چې اوکرایني چارواکو پر هغه باندې د بیلتون غوښتونکو بیانیو د ورکولو له کبله سیواستوپل ته د هغه پر راتلو بندیز لګولی وو.
په ۲۰۰۴م کال کې د «ټول اوکراینیانو کانګرس» غړو یوازې بیانونه ورکړل. خو ډیر څارونکي په دې نظر دي چې دا د اوکراین د تجزیې له پاره لومړۍ ناکامه هڅه وه. دویمه هڅه بیا لس کاله وروسته، د ۲۰۱۴م کال په اوړي کې وشوه. په دې کال کې د کریمیا تر بیلولو وروسته، ځايي وسله والو بیلتون غوښتونکو د اوکراین سيویرودونیڅک، ليسيچانسک او روبيږني ښارونه ونیول.
د اوکراین پوځ په ۲۰۱۴م کال کې دغه سیمه بیرته آزاده کړه او د سيویرودونیڅک ښار په سیمه کې پوځي او ملکي اداري مرکز شو. بیلابیل انستیتیوتونه او پوهنتونه له لوهانسک څخه دې ځای ته منتقل شول. په ۲۰۲۲م کال کې نورې ادارې هم د اوکراين له لویدځ څخه دې سیمې ته راغلې.
ستراتیژیک اهمیت
سيویرودونیڅک او په ګاونډ کې پروت ليسيچانسک ښار ځکه له ستراتیژیک لحاظه مهم دي چې همدا دوه ښارونه د دونباس دا سیمه د اوکراین له نورو سیمو سره وصلوي. اصلي تمرکز د ليسيچانسک او باخموت تر منځ پر یوې پرتې لویې لارې باندې دی ځکه له دې سړک څخه د اوکرایني پوځ د اکمالولو په موخه کار اخیستل کیږي. ملکي وګړي هم له همدې لارې له بمباریو او هاوانونو څخه د بچیدو په موخه نورو سیمو ته لیږدول کیږي.
د سيويرودونيڅک او ليسيچانسک ښارونو له نیولو سره به روسي ځواکونه وتوانیږي چې د دې منطقې ادارې پولې ته ورسیږي. دغه ځواکونه بیا کولی شي له هغه ځایه د اوکراین د لویدیځ پر لور پرمختګ وکړي او نور اداري مرکزونه هم ونیسي چې پکې د کراماتورسک ښار هم شامل دی. دغه ښار لا تر اوسه پورې هم په بشپړ ډول د کیف په کنترول کې دی.
دغه مضمون لومړي په روسیي ژبه لیکل شوی وو.