1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګري ملتونو چارواکي له «وټس اپ» څخه استفاده نه کوي

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

د م م سازمان وياند اعلان وکړ چې د وټس اپ کارول د هغه د نه خونديتوب په دليل د دغه سازمان پر لوړ پوړو چارواکو ممنوع ګرځول شوی دی. دغه اقدام وروسته له هغې شوی چې د امازون شرکت د مشر، ګرځنده تيلفون د وټس اپ له لارې هک شو.

Symbolbild WhatsApp
انځور: picture-alliance/AA/A. Balikci

د وټس له لارې د امازون شرکت د مشر د ګرځنده تيلفون د هک کيدو په تړاو د سعودي عربستان پر وليعهد باندې د»احتمالي مداخلې« تور لګول شوی دی. پر عربستان باندې د دغه تور تر لګولو يوه ورځ وروسته، د ملګرو ملتونو د سازمان وياند اعلان وکړ چې د دغه سازمان لوړپوړو چارواکو د ۲۰۱۹ کال د جون مياشتې میاشتې راهیسې له وټس اپ څخه د خبرو او اړيکو له پاره له کار نه اخلي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د دغه اقدام دليل د ياد سافت وئیر د »ملاتړ مکانيزم ناخونديتوب« ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په وروستيو ورځو کې ويلي دي چې د »امازون« شرکت د مشر جف بزوس او د »واشنګتن پُست« ورځپانې د مالک ګرځنده تيلفونونه په ۲۰۱۸م کال کې د سعودي عربستان له خوا هک شوي ول.

پر سعودي عربستان تورونه

د جف بزوس امنيتي سلاکار، ګاوين دو بکر، چې يو امريکايي ميليارډر دي، هم ويلي دي چې د امازون شرکت د مشر ګرځنده تيلفون د سعوديانو له خوا هک شوی دی. هغه دغه څرګندونې په خپل يوه ياداشت کې چې په »ډيلي بيست« ويب پاڼه کې خپور شوی، کړي دي او زياته کړې يې دي چې دغه معلومات د يو لړ تحقياتو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي.

د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه د دوو بکر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

له بل لورې د ملګرو ملتونو سازمان خپلواکو کارپوهانو ويلي دي چې دوی په ۲۰۱۸م کال کې پر جف بزوس باندې د شوې سايبري حملې په تړاو، د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان له »احتمالي دخالت« څخه معلومات په اختيار کې لري.

«د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو د ۲۰۱۹م کال له مارچ مياشتې راهيسې له وټس اپ څخه کار نه دی اخیستی»انځور: AFP/J. Klamar

دغو چارواکو له امريکا متحده ايالاتو او نور چارواکو څخه غوښتنه کړې تر څو په دې اړه د FTI موسسې له خوا د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس، ژر تر ژره څيړنې ترسره کړي. دغه موسسه چې مقر يې په واشنګتن کې دی په خپل يوه رپوټ کې ادعا کړې چې د امازون شرکت د مشر ګرځنده تيلفون د وټس اپ له لارې د يو ورانونکي ويډيويې فايل په ذريعه هک شوی دی.

د جمال خاشقچي د قتل قضيه

احتمال لري چې د امازون شرکت د مشر او د واشنګتن پست ورځپانې د مالک د ګرځنده تيلفونونو د هک کولو په اړه د سعودي عربستان »احتمالي« اقدام، د خبريال جمال خاشقجي د قتل د افشا کیدو په تړاو ترسره شوی وي. جمال خاشقجي د محمد بن سلمان يو له سختو منتقدانو څخه وو چې له واشنګتن پست ورځپانې سره يې همکاري درلوده. هغه د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په قتل ورسيد. ځينې شواهد ښيي چې دغه قتل د محمد بن سلمان په امر ترسره شوی دی.

د امازون شرکت بنسټ ايښودونکی او مشر او د سعودي عربستان ولیعهد، د امريکا په سانتا مونيکا کې د يوې ميلمستيا پر مهال خپلې د ټيلفون شميرې چې له وټس اپ سره هم نښتې وې يو بل ته رد او بدل کړې وي چې همدا د دغه جريان پيل واقع کيږي چې د »شپيګل آنلاين« له خوا يې په تفصيل تعقيب شوی دی.

د وټس اپ ځواب

خو د وټس اپ چارواکو د »ملاتړ مکانيزم ناخونديتوب« په اړه د رويترز پوښتنې په ځواب کې داسې ويلي دي: »دغه سافت ويئر د وټس اپ د څه باندې يونيم ميليارد کارونکو د خونديتوب مسئوليت پر غاړه لري.«

په تل ابيب کې، د تل ابيب څيړونکې موسسې څخه څيړونکی »اودد وانونو«، چې دنده يې په پيغام رسونکو پروګرامونو کې د زيانونو او نواقصو موندل دي، رويټرز ته ويلي دي چې وټس اپ د نورو په پرتله د معلوماتو د خونديتوب مسئله ډيره جدي نيسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب