1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د نیوزیلند صدراعظمې د کرونا له کبله خپل د واده مراسم وځنډول

۱۴۰۰ بهمن ۳, یکشنبه

د نیوزیلند صدراعظمې جسیندا آردرن په دغه هیواد کې د تازه کرونايي محدودیتونو له کبله د خپل واده مراسمو له ترسره کیدو څخه صرف نظر وکړ. په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د اومیکرون ډوله ویروس لومړنۍ پیښې ثبت شوي دي.

Neuseelands Premierministerin Jacinda Ardern
د نیوزیلند یا نوي زیلاند صدراعظمه جسیندا آردرن - د آرشیف انځورانځور: Robert Kitchin/Pool Photo via AP/picture alliance

ميرمن آردرن په نیوزیلند کې د کرونا د اومیکرون ډوله ویروس د لومړنیو پيښو تر تشخیصیدو وروسته، د يکشنبې په ورځ د تمې خلاف یو فوري خبري کنفرانس وروغوښت او د خپلې پریکړې اعلان یې وکړ. ويل شوي چې تر اوسه د اومیکرون ډوله ویرویس ټولې پیښې د نیوزیلند په سرحد کې تشخیص شوي دي.

دې سره، دغه هیواد غواړي د کرونا ویروس د لا ډير خپریدو د مخنیوي په خاطر کرونايي محدویتونه لا پسې سخت کړي چې په هغو کې به د ماسک استفادې ډيريدل او د غونډو او مراسمو کې د کمو افرادو ګډون شامل وي.

آردرن د کرونا ویروس ضد واکسین کولو پر مهالانځور: Michael Bradley/AFP

د آلمان خبري آژانس په حواله، د نیوزیلند صدراعظمې وویل چې هغه مجبوره شوه چې خپل نامزد کلارک ګایفورډ سره د واده مراسم لغوه کړي، خو هغې نور وضاحت ورنه کړ چې د واده مراسم به يې کله او چیرته ترسره کیږي.

آردرن د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د واده مراسم يې مخته ولاړ نه شول څه احساس لري، وويل: «ژوند همداسې دی.»

میرمن آردرن وویل: «تر ټولو دردناکه دا ده چې ستاسو يو څوک چې ډير مو خوښیږي اما نشۍ کولې ورسره يو ځای واوسئ. ځينې وخت هغوی ډير سخت ناروغان وي. دا به د هر هغه غم څخه ډير ډير سخت وي چې ما تجربه کړي دی.»

نیوزیلند چې شاوخوا ۵ میلیونه نفوس لري، د کرونا وبا د خپریدو راهیسې په کې ټولټال د کرونا شاوخوا ۱۵ زره مثبتې پیښې ثبت او ۵۲ تنه د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل