«په کمپونو کې پر يو شمیر ښځو باندې جنسي تيري شوي»
۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه
د يونان په خيوس ټاپو کې مهاجر خپله هره نوې ورځ، سهار چټلو او بدبويو تشنابونو ته په اوږده کتار کې له دريدو څخه پيلوي. همدا ډول دوی د دوو بوتلو اوبو او يوه اندازه وريژو د ترلاسه کولو له پاره هم ډير وخت په کتار کې ولاړ وي او تر هغه وروسته له بريښنا پرته په سړې هوا کې خوب کول د دوی ورځنۍ بوختیا ده.
د خیوس په ټاپو کې د ويال کمپ چې په اصل کې د ۱۰۰۰ تنو له پاره جوړ شوی، اوس مهال په کې نژدې ۵۰۰۰ کسان ژوند کوي. د مرزېه په شان يو شمیر مهاجر اړ شوي چې د کمپ په يوه څنډه کې د زيتونو په يوه باغ کې تر ترپالونو لاندې ژوند وکړي.
په دغه سيمه کې بريښنا نشته او هوا سړه ده. دلته میشت مهاجر د ځان د تودولو له پاره د زيتون له ونو څخه شاخونه راماتوي او بيا هغو ته په يوه فلزي سطل کې اور اچوی او چاپير ورڅخه ولاړ وي. د لرګيو تريخ دود، ناپاکه اوبه او بدبويي د کمپ فضا لا پسې ډيره خرابه کړې ده.
د ښځو له پاره يو خطرناک ځای
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ او مرستندويه سازمانونه وايي په دغه کمپ د حفظ الصحې کمښت يوازينۍ ستونزه نه ده، بلکه کيدای شي دا په ځانګړې توګه د ښځو له پاره يو ډير خطرناک ځای هم وي.
د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي: «د نا امنۍ په اړه خبرې په ځانګړې توګه د شپې له خوا، تر ډيره د ښځو له خوا کيږي.»
د مهاجرو له خوا په خپل سر جوړ شوي کمپ کې له مختلفو هيوادونو څخه راغلي مهاجر اوسیږي. دوی اکثره په يوازې سر يا مجرد راغلي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په وروستيو کې د خطر زنګ په وهلو، د يونان له حکومت څخه وغوښتل تر څو د مهاجرو په کمپونو کې د «ښځو او نجونو د بشري حقونو د ډاډمنتيا او خونديتوب په موخه عاجل اقدامات ترسره کړي.»
د بشري حقونو سازمانونو له چارواکو غوښتي تر څو د «زيانمنو کسانو؛ لکه میندواره ښځې، ځوانې ميرمنې، د جنسي تيریو او د نورو تاوتريخجنو پيښو د قربانيانو پيژندګلوي وکړي». یاد سازمانانو همدا ډول د معلوليت درلودونکي افرادو له پاره د هستوګنې د مناسبو ځایونو د چمتوالي غوښتنه هم کړې ده.
تشناب ته له تلو څخه د ښځو ویره
د بشري حقونو د څار له ادارې څخه هيلري مارګوليس، په خپل يوه رپوټ کې د يونان د لیسبوس او موریا ټاپوګانو په کمپونو کې د مهاجرو ښځو د وضعيت په اړه ليکي چې په دغو کمپونو کې په عادي توګه تشناب ته تګ، د ښځو او نجونو له پاره يو له ډار او ویرې څخه ډک کار دی.
افغان ميرمن زبیده چې په موريا کمپ کې اوسيږي د بشري حقونو ډلې ته وويل چې هغه د دې له پاره چې شپې له خوا تشناب ته له تلو ویريږي، د ماښام له شپږ بجو وروسته نور نه غواړي چای وڅښکي. هغه وايي چې نه بايد د شپې له خوا تشناب ته ولاړه شي. نوموړې له دې هم ډاريږي چې د چا لخوا به ورباندې جنسي تيری وشي.
سوماليايۍ مهاجرې آمينو عبدالحي احمت هم د يونان په خيوس کمپ کې اوسيږي. هغې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ چې د شپې له خوا تشناب ته ځو نو بايد درې يا څلور ښځې يو ځای ولاړې شو، ځکه موږ له نشه شوو نارينه و څخه بیره لرو.«
«پر ځينو ښځو باندې جنسي تيري شوي»
د بې پولې ډاکټرانو سازمان یا (MSF) يو داسې پروګرام په لاره اچولی چې په کې د جنسي تيريو او نورو پيښو د قربانيانو ملاتړ کوي، چې ډيری يې ښځې دي.
په دغه سازمان کې د يونان يوې استازې ايرينی پاپاناستاسیو وويل، ځينې ښځو باندې جنسي تيري شوي دي، خو دا چې پر دوی باندې تيری څه وخت او چيرته شوی، روښانه نه دی.
د يونان حکومت، په کمپونو کې د ناوړه وضعيت او د زياتې ګڼې ګوڼې ته په کتو ژمنه کړې چې د همدې کال تر پايه پورې به شاوخوا ۲۰۰۰ مهاجر له کمپ څخه د دغه هیواد وچې ته انتقال کړي.
«له افغانستانه همدا کمپ ښه دی»
دا په داسې حال کې ده چې د یونان کمپونو ته د تازه رسيدلو مهاجرو شمیر له هغه څخه لوړ دی کوم چې د يونان حکومت يې وچې ته انتقالوي.
خو افغان ميرمن مرزيه وايي چې په کمپ کې د شته ټولو ستونزو سربیره، هغه دلته خوښه ده. هغې وویل: «یقيناً چې دغه ځای له افغانستان څخه غوره دی.»
مرزيې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «ما په افغانستان کې ښه ژوند نه درلود او زه ورپسې نه خپه کيږم.» نوموړې همدا راز زیاته کړه: «زه غواړم زده کړې وکړم او کار ولرم، زه غواړم يوه ډاکټره شم.»
د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: