1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولې د کرونا وبا کنترول ستونزمن کار دی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د آلمان په مونشن ښار کې يوه تحقيقاتي ټيم په کرونا ويروس د اخته کيدو په اړه د خپلو څيړنو پايلې خپرې کړي دي. د دوی رپوټ ښيي چې د کومو دلايلو له مخي د کرونا وبا کنترول ستونزمن کار دی.

Symbolfoto Virologe Coronavirus Covid
انځور: picture-alliance/dpa/C. Hardt

د مونشن د تحقیقاتي ټيم، د کرونا ويروس په اړه د تر سره شوې څيړنې نتايج د« The Lancet Infectious Diseases » په نوم علمي مجله کې خپاره شوي دي. دغه رپوټ په آلمان کې د کرونا ناروغۍ د لومړنۍ مثبتې پيښې تر ثبتيدو څلور مياشتې وروسته خپور شوی دی.

دغه تحقيقات، د بايرن ايالت د غذاي او روغتيايي موادو د دفتر کارپوه، مرله بوهمه، د رابرت کوخ انستيتيوت له کارپوه، اودو بوخ هولتس او د برلين له شاريته روغتون څخه ويکتور کورمن کوي، په مشرتوب ترسره شوي دي.

دوی د «وباستو» شرکت پر کارکونکو چې يو له بل سره د تماس په نتيجه کې په کرونا ناروغۍ اخته شوي ول، خپل تحقيقات ترسره کړي دي.

په آلمان کې د کرونا لومړنۍ مثبته پيښه، د همدغه شرکت يو چينايي کارکونکی وو. دغه کس آلمان ته تر راتلو مخکې د چين په ووهان ښار کې اوسيدلی وو.

د مونشن تحقیقاتي ټيم په حواله، تر ټولو سخت عامل چې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې يې مبارزه سخته کړې ده، هغه په اخته شوي شخص کې د کرونا ناروغۍ د نښو نښانو له پیدا کيدو څخه د مخه، نورو ته د ناروغۍ د انتقال قابليت دی.

له څلور تر نهو پيښو کې، مبتلا کس، ویروس په هغه ورځ نورو ته انتقال کړی، چې تازه يې په وجود کې د ناروغۍ علايم ليدل شوي دي. په دې ترتيب، ناقل کس مخکې له دې چې خبر شي چي په اخته دی، دغه چټک خپريدونکی ويروس نورو ته ليږدوي.

له دغې ناروغۍ سره په مبارزه کې بل سخت عامل د ويروس د موجوديت دوره ښودل شوې ده، چې د دغه تحقيقاتي ټيم په خبره، په اوسط ډول څلور ورځې ده.

دغو تحقيق کوونکو د ۱۶ ناروغانو پر دوسيو کتنې کړي او دې نتيجې ته رسېدلي دي، چې د دغو ناروغو يو تر پنځه پورې يې مخکې له دې چې د کرونا ناروغۍ نخښې پکې پيدا شي، نورو ته ويروس انتقال کړی دی.

دغه تحقيقاتي ټيم د خپلو څيړنو په پای کې دې نتيجې ته رسيدلی دی چې د نړۍ په سطحه د کرونا وبا په کنترول کې راوستل به په سادګۍ سره شونې نه وي.

د آلمان د کلن پوهنتون يوه تحقيقاتي ټيم هم په «Lancet» کې د مونشن ټيم خپور شوی رپوټ تائيد کړی دی.

دوی د ويروس د قابو کولو له پاره سپارښته کوي چې د ناروغۍ د پيژندنې آپلکيشن په څير له نوې تکنالوژۍ څخه کار واخيستل شي، تر څو له يوه شخص څخه بل ته د ويروس پر ځينځيري انتقال باندې برلاسی پيدا شوی وي.

د لندن د ګرمسیره سيمو د طب پوهنځي کارپوه، انه ليز وايلدر سميت، هم د مونش ټيم د تحقيقاتو پايلې تائيد کړي دي. هغه ليکلي دي چې د کرونا نوي ويروس پر وړاندې تر ټولو ښه مقابله له نوې تکنالوژۍ څخه استفاده او بشپړ قرنطين دی.

وايلدر سميت زياته کړې، هغو هيوادونو چې د نورو په پرتله يې قرنطين ته ډير اهميت ورکړی او دغه راز د ويروس د زنجيره يې انتقال موضوع يې ژر موندلې، د ويروس د خپريدو په مخنيوي کې تر نورو ډير بريالي ثابت شوي دي.

نوموړی په دې برخه کې ټايلند، ټایوان، سنګاپور، سويلي کوريا، ويتنام او هانګ ګانګ هيوادونو ته اشاره کړې ده.

دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب