1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې طالبان د دولتي کارکوونکو شخصي معلومات راټولوي؟

۱۴۰۱ خرداد ۱۳, جمعه

د افغانستان یو شمېر ملکي مامورین وايي چې طالبان غواړي د فورمو په وېش سره د هغوی شخصي معلومات راټول کړي، خو طالبان وايي هدف یې د کارونو ښه کول او په دولتي چوکاټ کي د خیالي کارمندانو د شتون مخنیوی دی.

Afghanistan Kabul | Government Passport Office
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

که څه هم طالبان تل ټينګار کوي چې پخواني دولتي کارکوونکي دي په دولتي ادارو کي خپل کار ته دوام ورکړي، خو د معلوماتو د فورمو ویش د دولتي مامورینو اندېښنې راپارولي، په داسې حال کي چې د طالبانو له خوا د تیر حکومت د پوځي پرسونل سره د ناوړه چلند او نیولو په اړه هم راپورونه ورکول کیږي.

په کابل کې یو حکومتي کارکوونکی چې نه یې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله یې نوم واخیستل شي، دویچه ویله ته وویل، طالبانو په دې فورمو کې د شخصي معلومات ترڅنګ د مامورینو د جهادي شالید برخه هم ور زیاته کړې.

هغه وويل: «زه د کابل په يوه ښوونځي کې ښوونکی يم که څه هم طالبانو له څو میاشتو راهیسې زموږ معاشونه نه دي راکړې، خو په دې وروستیو کې يې موږ ته یوه فورمه راکړې چې خپل او د نیږدې خپلوانو شخصي معلومات مو ورسره شریک کړو او دا یې هم رانه غوښتي چې ولیکو آیا زه جهادي سابقه لرم کنه چې دې کار موږ تر ډیر مایوسه او اندېښمن کړي یوو.»

دا په داسې حال کي ده چې د ملکي خدماتو مامورین د استخدام پر وخت باید خپل تحصیلي اسناد او کاري تجربه له اړوندو څانګو سره شریکه کړي.

بله خوا د هرات ولایت یو ملکي مامور دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو له استخباراتو ریاست څخه یې دې ته ورته یوه فورمه ترلاسه کړې چې ورته بڼه لري، هغه اندېښنه څرګنده کړه چې په فورمه کې موجود معلومات ممکن د هغه کورنۍ او خپلوانو ته امنیتي خطر رامینځ ته کړي.

یاد ملکي مامور وویل: «په دې وروستیو کې، طالبانو موږ ته فورمې و ویشلې او له موږ څخه یې وغوښتل چې خپل شخصي معلومات پکې ولیکو په دې فورمو کې موږ ته د خپلو کورنیو د غړو شمیر او د ټولنیزو شبکو د اکاونټونو د شریکولو غوښتنه هم شوې او خبرداری راکړل شوې چې که موږ دا فورمه ډکه نه کړه را سره به سخت چلند وشي او حتې خپله دنده به له لاسه ورکړو.

په داسي حال کي یادې فورمې د ملکي کارکوونکو ترمینځ اندېښنې را پارولي چې مخکې په ځینو دولتي ادارو کې د مامورینو د ډله ایزو ګوښه کیدو او پر ځاې یې د طالبانو د کسانو ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکړل شوې وه.

دا اقدام د طالبانو له خوا یو عادي اداري کار بلل کیږې او ډاډ څرګندوي چې په دې کار سره به د دولتي کارمندانو له پاره هیڅ راز ستونزه پیښه نشي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي له دویچه ویله سره خبرو کي که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ور نه کړل، خو ټینګار يې وکړ چې دا یوه نوې پرېکړه ده چې له اصولو سره سم به عملي کېږي.

په هرات کې د طالبانو وياند، نعيم الحق حقاني وويل د نړۍ په ټولو هیوادونو کي د دولتي مامورینو د معلوماتو ثبت یو عادي امر چې د کارونو د لا ښه تر سره کیدو په موخه تر سره کیږي.

حقاني وویل: «د هیواد په ټولو ملکي، خدماتي او نظامي څانګو کې د اسلامي امارت له لوري د سوانح معلوماتي فورمې له کارکوونکو سره شریکې شوې چې دا د اندېښنې وړ نه ده تاسو ته معلومه ده چې د جمهوري نظام پر مهال خیالي دفترونه، خیالي مامورین او خیالي عسکر موجود ول، خو د دې فورمو په ویش سره به د فساد مخه ونیول شي او هیچا ته به کومه ستونزه پیښه نشي.

په دغو فورمو کې چې یوه یې دویچه ویله ته رسېدلې، پر کاري شالید سربېره، په ښوونځیو او پوهنیزو بنسټونو کي تعلیمي اسناد او ځینې شخصي او ارتباطي معلومات لکه د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه او د ټیلیفون شمېرې هم شاملې دي.

ځینې ​​کارپوهان ګومان کوي چي طالبان په دې کار سره د یوې خوا غواړي ټول مامورین تر خپل کنټرول لاندې راولي او له بلې خوا ښايي خپل مخالفین وپيژني.

په هرات کې د بشري حقونو فعال شعیب کریمي چې اوس له افغانستان څخه بهر ژوند کوي وايي: «طالبان هڅه کوي چې د خپلو مخالفو ډلو په منځ کي نفوذ د دولتي کارکوونکو او دهغوی د خپلوانو د شخصي معلوماتو په تر لاسه کولو سره خپل سیاسي پلانونه پلې کړي، ځکه د قانون له مخې، هیڅوک حق نه لري چې د یو چا شخصي معلومات تر لاسه کړي دا د بشري حقونو د اصولو خلاف کار دی.

باید وویل شي چې طالبانو تر دې وړاندې پر دولتي کارمندانو محدودیتونه هم وضعه کړې وه د بیلګي په توګه هغوې باید افغاني جامي واغوندي، ږیري پریږدي او د امر بالمعروف وزارت آوامر پلې کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل