1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې طالبان له خپلو جنګياليو ځیرک ټلیفونونه ټولوي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

طالبانو په کندهار کې خپلو جنګيالیو ته ويلي دي چي د دندې پرمهال دي ځيرک ټليفونونه نه کاروي. طالب چارواکو له ځينو طالبانو ټليفونونه هم اخيستي دي. خو ولي؟

Afghanistan Kabul | Neuer Alltag | Taliban machen Bootstour
انځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture alliance

په کندهار کي د طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو په يوه اعلاميه کي له خپلو جنګیاليو څخه غوښتي دي چي د دندې پرمهال دي ځيرک ټليفونونه يا هغه ټليفونونه چي ويډيويي عکاسي يا عکسونه اخلي نه کاروي. په اعلاميه کي راغلي: »له دې وروسته طالبانو ته منسوب نظاميان عکاسي کوونکي ټلیفونونه نه سي ګرځولای.«

دغه اعلامیه چي د یاد قول اردو د مطبوعاتي ویاند شکيب له خوا دويچه ويله ته رسېدلې ده، پکښي په ښکاره یادونه سوې ده چي: « د ۲۰۵ البدرقول اردو ټولو مجاهدینو ته له مرکز څخه د راغلي مکتوب پر اساس، چي غټ یا ځیرک ټلیفونونو د نه استعمال په اړه اووه ورځي ضرب الاجل ټاکل سوی وو، اوس هغه ورځي پوره سوي دي، که له دې وروسته بېله اجازه لیک څخه د کوم چا سره غټ یا ځیرک ټلیفون پیداسو قانوني چلند ورسره کيږي.»

په ټولنيزو رسنيو کي ځيني داسي انځورونه هم خپاره سوي دي چي طالبان له خپلو ملګرو څخه غټ ټلیفونونه راټول کړي دي.

په کابل کي د یوې رسنۍ د نشراتو مسؤل چي نه غواړي ږغ او نوم يې خپور سي، د طالبانو له خوا پر خپلو نظامیانو د غټو ټلیفونونو بندول د رسنیو پر خوله د یو بل لاس نیولو په معنی ګڼي او وايي ځیني مهال د طالبانو له خوا داسي ویډیوګاني په غیري شعوري ډول خپریږي چي له رسنیو سره د خلکو په ږغ راپورته کولو کي مرسته کوي، خو که دغه بندیز په رښتیاهم عملي سي، نو دا به لا له ولس سره د طالبانو د تریخ چلند د معلومولو په اړه ستونزي ډېري کړي.

انځور: Ali Khara/REUTERS

هغه وايي: « طالبان نه غواړي چي د دوی له بشري سرغړونو څخه دي پرده پورته سي، نو ځکه له خپلو سرتیرو څخه په کلکه غواړي چي غټ مبایلونه ونه کاروي. تراوسه چي د طالبانو د بیلا بیلو سرغړونو کومي ویډیوګاني خپرې سوي دي، همدا خپلو کسانو يې ثبت کړي دي.»

څو میاشتي ترمخه هم د یاد قول اردو مسؤلینو خپلو منسوبینو ته لارښوونه کړې وه چي د دندې پرمهال له عکاسۍ کوونکو ټلیفونونو څخه کار وا نه خلي، ځکه د دوی په وینا پر ټولنیزو رسنیو داسي عکاسۍ خپریږي چي د عام ولس احساسات راپاروي.

د بشري حقونو فعالان هم د طالبانو له خوا ډول ډول بندیزونه ورځ په ورځ د هغوی د لا ډیري سختګیري په ډول یادوي او له نړيوالو غواړي چي پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د بشري حقونو د تامین په موخه د بیان ازادۍ ته خپله ژمنتیا عملي کړي.

محمدابراهیم سپېڅلی