1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې قزاقستان د روسيې په مشرۍ له پوځي ټلوالې مرسته وغوښته؟

۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبه

په کوردننه د احتجاجونو او پر خپلو امنيتي ځواکونو د نه ډاډمنتيا له کبله د قزاقستان ولسمشر د روسيې په مشرۍ له يوې پوځي ټلوالې مرسته غوښتې ده. د ټوليز امنيتي تړون سازمان تقريبا ۲۵۰۰ ځواکونه په قزاقستان کې ځای پر ځای کړي دي.

Russland Soldaten der Luftlandetruppen auf Weg nach Kasachstan
انځور: Russian Defence Ministry/Tass/imago images

د يو څو ساعتونو په ترڅ کې د ټوليز امنيتي تړون د سازمان (CSTO) له خوا آدمادګي وښودل شوه چې له قزاقستان څخه به ملاتړ وکړي. د پنجشنبې په ورځ د روسيې مخکښ ځانګړي ځواکونه په الوتکو کې قزاقستان ته ورسېدل. د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، شوخرات نورشېف وويل چې د ټوليز امنيتي تړون ۲۵۰۰ سوله ساتي عسکر به د هغه په هېواد کې ځای پر ځای شي. دا لومړی ځل دی چې دغه امنيتي تړون په يوه فعال عمليات کې ونډه اخلي.

د ټوليز امنيتي تړون سازمان څه شی دی؟

د ټوليز امنيتي تړون سازمان د ۱۹۹۰يمو کلونو په لومړۍ برخه کې د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته جوړ شو. د روسيې تر څنګ پکې ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان شامل دي.

دغه سازمان د دغه نوم په لرلو سره سره بيا هم د خپل هدف ټاکلو په برخه کې پاتې راغلی وو. دا چې د خپلو غړو هېوادونو په بېلابېلو امنيتي کړکېچونو کې يې مداخله هم نه وه کړې، نو د امنيتي چارو شنونکو يې فعاليت تر سوال لاندې راوستی وو. په تېر پسرلي کې يې دوه غړي هېوادونه يعنې قرغيزستان او تاجکستان په يوه ناوړه او خونړۍ سرحدي کشاله کې ښکېل ول. د دغه سازمان اصلي تمرکز له افغانستان څخه د ګواښونو په وړاندې دی چې افغانستان له تاجکستان سره یوه ګډه اوږده پوله لري. روسيې په تاجکستان کې تقريبا ۷۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

قزاقستان ولې د دې سازمان مرسته غوښتې ده؟

څو له بهر څخه د پوځي مرستې خپله غوښتنه توجيه کړي، د قزاقستان ولسمشر، قاسم جومارت توقاييف د چهارشنبې په ماښام په تلويزيون کې راڅرګند شو او ويې ويل چې احتجاجونه د »نړيوالو ترهګرو ډلو« له خوا تر سره کيږي. دغه جمله بندي مهمه وه ځکه چې د سي اس ټي او سازمان په دې هدف جوړ شوی دی چې غړي هېوادونه يې له هر ډول بهرني تهاجم يا يرغل څخه وژغوري.

ځواکونه د ترانسپورتي الوتکو په مرسته قزاقستان ته ورسېدلانځور: Russian Defence Ministry/picture alliance

خو اصلاً څرګنده نه ده چې کومې بهرنۍ ډلې ښايي د قزاقستان آخ او ډبونو ته لمن وهلې وي. اوسنی کړکېچ د اوونۍ په پيل کې له سوله يزو مظاهرو سره شروع شو چې د موټرو د تېلو د بيو د لوړېدو په وړاندې وشوې. کله چې په ټول هېواد کې د خلکو شمېر زيات او په پلازمېنه آلماتي کې تاوتريخوالی پيل شو، په ځينو ځايونو کې داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې د قانون پلې کوونکې ادارې له دې څخه ډډه کوي چې دغسې غونډې او مظاهرې سره وپاشي. له دې کبله داسې آوازې راپورته شوې چې توقاييف چې د ۲۰۱۹ کال راهيسې د قزاقستان ولسمشر دی، د خپلې امنيتي دستګاه پر وفادارۍ باندې شک لرلی دی. 

د سي اس ټي او اصلي ماموريت څه شی دی؟

د روسيې د دفاع وزارت وايي چې ځواکونه يې په ۷۵ درنو ترانسپورتي الوتکو کې قزاقستان ته لېږدول شوي دي. د روسيې پوځي الوتکې به د بلاروس، تاجکستان، قرغيزستان او ارمنستان ځواکونه هم خپل دغه هدف ته ورسوي. د روسيې دغه ظرفيت له هغو پوځي واحدونو څخه سرچینه اخلي چې خاص د چټک غبرګون عملياتو په برخه کې يې روزنه ليدلې.

د يو داسې پوځي واحد ځينې ځواکونه د اوکراين د وسله والو ځواکونو له خوا هغه مهال ونيول شول کله چې يې په ۲۰۱۴ کال کې د ختيځ اوکراين په جګړه کې مخفي پوځي عمليات تر سره کول. روسيې وروسته ادعا وکړه چې هغوی په تېروتنې سره له سرحد څخه اوښتي وو. د قزاقستان د ماموريت مشري ۵۹ کلن اندرېي سېرديوکوف کوي چې د روسيې د هوا څخه لېږدېدونکو ځواکونو قوماندان دی.   

قزاقيان دغه ماموريت ته په کومه سترګه ګوري؟

دا چې روسي ځواکونه به يې په کوڅو کې اوس ګزمې وهي، دغه حقيقت ته قزاقيان بېلابېل او متضاد احساسات ښکاره کوي. قزاقستان د مسکو يو نژدې او وفادار متحد دی چې روسيې او روسانو ته عموماً په ښه سترګه ګوري. خو بيا هم ډېره وېره هم موجوده ده ځکه چې روسيې په تاريخ کې له خپلو ګاونډيانو سره له قهره ډک چلن کړی دی.

ولسمشر توقاييف د يوې تلويزيوني وينا له لارې پوځي مرسته غوښتې وهانځور: Kazakhstan's Presidential Press Service/AP/dpa/picture alliance

د قزاقستان خاوره په ۱۹مه پېړۍ کې د روسيې د امپراتورۍ له خوا ونيول شوه. په شمالي سيمو کې يې ډېر روسي توکمه خلک ژوند کوي چې ملتپاله روسي سياستوال وار په وار د هغوی په نفع په قزاقستان کې له مداخلې څخه خبرې کوي. د روسيې له دولتي خبري اژانس ريا نووستي سره په مرکه کې د ټوليز امنيتي تړون د سازمان سرمنشي، ستانيسلاف زاس، په غوسه وو چې د دغه سازمان د ځواکونو ځای پر ځای کول په قزاقستان کې د روسيې د نفوذ زياتولې هڅې بلل شوې وې. نوموړي دغه خبره په بشپړه توګه رد کړه. د قزاقستان ولسشمر توقاييف به بيا هم د خپلو خلکو له خوا پوښتل کيږي چې بهرنيو ځواکونو ته هرکلي يې د قزاقستان ملي حاکميت تر سوال لاندې راوستلی دی که نه.

 د ټوليز امنيتي تړون د سازمان ځواکونه به څومره وخت پاتې شي؟

د ټوليز امنيتي تړون د سازمان سرمنشي، زاس، وويل چې ځواکونه به يې تر هغه په قزاقستان کې پاتې شي چې ورته اړتيا وي، چې دا هم د ورځو او آن د څو اوونيو معنی لرلی شي. رسمي دريځ البته دا دی چې قزاقستان چې خپل غږ پورته کړي، نو د سي اس ټي او ځواکونه به بېرته ووځي. روسي ځواکونه د آلماتي په هوايي ډګر کې هم ځای پر ځای شوي دي چې تر ټولو زياته ګډوډي په دغه ځای کې پېښه شوې ده.

سره له دې چې د قزاقستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال، نورشېف، وويل چې د سي اس ټي او یا د ټوليز امنيتي تړون د سازمان تقريبا ۲۵۰۰ ځواکونه قزاقستان کې ځای پر ځای کيږي، خو د روسيې رسنۍ رپوټ ورکوي چې ۳۰۰۰ روسي ځواکونه قزاقستان ته لېږل شوي دي. د قزاقستان حکومت د جمعې په ورځ وويل چې »قانوني نظم« بېرته په ټول هېواد کې پلی شوی، خو په پلازمېنه آلماتي کې لا ګډوډۍ دوام لري.

آ/ن ص/خ ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب