1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولې نارينه تر ښځو ډير په کرونا اخته کيږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

پروفیسوره مارسيا ستیفانیک څيړنې ښيي چې نارينه له ښځو څخه په کراتو ډير په کرونا ويروس باندې مبتلا کيږي. د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو په ډله کې هم د نارينه و شمير د ښځو په پرتله درې برابره ډير دي.خو ولي؟

BG Corona Schutzmasken weltweit
انځور: Imago Images/Sven Simon/F. Hoermann

يوه اپيدميولوژیسته يا د اوبا ناروغيو متخصصه په دې برخه کې د سيګرت څښکلو، د ښځو د ژوند طريقې او د هغوی د بدن ښه دفاعي سيستم په څير دلايلو ته اشاره کوي.

ميرمن مارسيا ستفانيک، چې د امريکا متحده ايالاتو په ستنفورډ پوهنتون کې استاده ده، اوس مهال د مخکينيو تدابيرو د تحقیقاتو په يوه انستيتوت کې د اوبا ناروغيو په اړه پر څيړنو بوخته ده. هغه غواړي پيدا کړي چې دغه ډول ناروغيانې چې نوې کرونا يې هم په ډله کې راځي، په څه ډول شرايطو کې پيدا کیږي، مخنيوی يې څنګه کيدای شي او یا لږ تر لږه څنګه کيدای شي چې د لا ډيرې خپريدو مخه يې ونيول شي.

د اوبا ناروغيو دغه متخصصه له اوونيو راهيسې د هغو ناروغانو په اړه چې په مختلفو هيوادونو کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي، د څيړنو په حال کې ده. هغه وايي: «په آلمان کې د [کرونا ناروغۍ له امله] مړو شوو کسانو په ډله کې ۶۶ سلنه يې نارينه دي. د ابتلا نسبت يې هم په نارينه و کې لوړ دی، نارينه ۵۲ سلنه او ښځې ۴۸ سلنه دي.»

د پروفيسورې ستيفانيک له نظره، دغه تفاوت کيدای شي مختلف دلايل ولري؛ لکه د ښځو او نارينو تر منځ جنيتيکي توپيرونه او د دوي تر منځ د ژوند کولو متفاوتې طريقې. هغه وايي: «د سيګرتو څښکول، د شخص په مبتلا کيدو کې ډير رول لري، ځکه د کرونا ويروس تنفسي دهلیز يا مجراوې ککړوي او په عمومي توګه په سيګرت څښکونکو کسانو کې د ښځو په پرتله نارينه ډير دي.»

د دغه امر ښه دليل کيدای شي يو هم چين وي. هلته د ښځو په پرتله نارينه ډير سيګرت څښکوي او د کرونا ناروغۍ هم تر ډيره نارينه مړه کړي دي. د چين حکومت له خوا ثبت شوي معلومات ښيي چې په سيګرت څښکونکو نارينه وو کې د مرګ و مير پيښې د ښځو په پرتله لس برابره ډيرې دي.

په ايټالیا کې هم شواهد همدا ډول دي. هلته هم د کرونا ناروغۍ له امله تر ښځو نارينه ډير مړه شوي دي. د رسمي ارقام له مخې، د ۷ ميلیونه نارينه سيګرت څښکونکو په مقابل کې ۵/۴ ميلیونه ښځينه سګرت څښکونکې شتون لري.

پروفيسوره ستيفانيک زیاتوي، احتمال لري چې د الکهولي مشروباتو استفاده هم پر ويروس د شخص مبتلا کيدو کې اغيز ولري.

په دې بره کې يو بل عامل، په صنعتي هيوادونو کې د ښځو نسبتا اوږده عمر سره تړاو لري. ښځې نه يوازې د نارينه و په پرتله ژوند ته ډيرې هيله مندې وي او ژوند کولو ته زياتې علاقمندې وي، دوی همدا ډول د جنيتکي لحاظه د نارينه و په پرتله قوي دفاعي سیستم هم لري. ميرمن ستيفانيک ټينګار کوي چې د ښځو بدن د عفونت لرونکو ناروغيو پر وړاند ښه مقابله کولی شی.

پروفيسورې ستيفانايک د ميامي په پوهنتون کې هم د کرونا د ۴۷۸۹ ناروغانو پر دوسيو باندې ازونې کړي دي. دغه ارزونې هم د هغې د تحقيق نتيجه تصديقوي. په دغو ارزونو کې مشخصه شوې ده چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له کبله په مړو شوو کسانو کې نارينه د ښځو په پرتله ۳ برابره ډير دي.

خو ميرمن ستفانيک بيا هم له احتياط څخه خبره کوي او وايي چې لا تر اوسه په کافي اندازه اپيدميولوژيک شواهد نشته چې قطعي نتيجه ورڅخه واخیستل شي. هغه وايي: «خو په ټولو هيوادونو کې ورته بهیر شتون لري او هغه دا دی چې نارينه د ښځو په مقايسه ډير مړه کيږي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب