افغان مهاجر ولي د ادغام کورسونو ته لاسرسی نه لري؟
۱۳۹۵ آذر ۱۲, جمعهپه راتلونکې کې به هم افغان مهاجر د ادغام کورسونو ته چې په آلماني ټولنه کې د هغوی ژوند ته آسانتیا برابروي، لاس رسی و نه لري. دغه خبره د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دویچه ویله د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.
اساسا په اوسني وخت کې مقررات دا دي چې که چیرې په آلمان کې د یوه هیواد د پناه غوښتونکو د سیاسي پناه غوښتنې د قبولیدو او یا هغوی ته د مهاجر د حیثیت د منل کیدو او یا د نه اخراج چانسونه له پنځوس سلنې څخه لوړ وي، نو هغوی کولای شي چې د ادغام او ژبې په کورسونو کې آن د پناه غوښتنې د وړاندې کولو سره سم گډون وکړي.
دغه فیصدي چې په اصطلاح د مهاجرو « د پاتې کیدو د ښه چانس» په نامه هم یادیږي، په حقیقت کې د آلماڼي ژبې د زده کړې او د ادغام د کورسونو کې د شمولیت لپاره شرط گنل کیږي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «که چیرې د پناه غوښتنې د قبولۍ له پاره د ټولو تصمیمونو نوموړې شمیره کفایت هم وکړي، په اوسني وخت کې افغان مهاجر د پناه غوښتنې د دوسیو د غور په موده کې د ادغام په کورسونو کې گډون نه شي کولای.»
د ادغام په کورسونو کې د آلماني ژبې د زده کړې پر مختللي کورسونه او همداشان د بلدتیا کورسونه شامل دي چې په آلمان کې د گډ ژوند کولو له پاره حقوق او مکلفیتونه په گوته کوي. تر اوسه د سوریې، عراق، ایران، اریتریا او سومالیا مهاجر د ادغام کورسونو ته لاس رسی لري.
تر وروستیو وختونو پورې دغه سلنه یا سهمیه افغان مهاجرو نه پوره کوله. د آلمان د کډوالو او مهاجرو د چارو د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې د لومړي ځل له پاره د روان میلادي کال په اکتوبر میاشتې کې د افغان مهاجرو د قبولیدو سهمیه ۵۱،۳ سلنې ته ورسیده. خو پر دې سربیره هم د افغان مهاجرو له پاره د ادغام کورسونه نه دي پلان شوي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند د مهاجرو د قبولیدو د اوږدې مودې پایلو ته اشاره کوي.
دغه ویاند ویلي دي: «پریکړنده دا دی چې د قبولیدو میزان د یوې اوږدې مودې له پاره ثابت پاتې شي او هره میاشت تر پنځوس سلنه لوړ وي.»
له دې کبله د یوې میاشتې احصایه نه شي کولای چې په مقرراتو کې بدلون رامنځ ته کړي. د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه د راغلو افغان مهاجرو د قبلیدو سهمه ۴۷،۰ سلنه وه.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د ډیر شمیر افغان مهاجر پر اخراجولو باندې ټینگار کوي. دغه څه توماس دیمیزیر د چهارشنبې په ورځ په زرابروکن کې د آلمان د کورنیو چارو ایالتي وزیرانو د مني په غونډه کې وویل. د مسیحي دیموکرات گوند دغه سیاستوال ویلي وو: «موږ نه شو کولای عسکر او سرتیري هیواد (افغانستان) ته واستو چې د امنیت غم وخوري او افغان پناه غوښتونکي په آلمان کې پریږدو.»