1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژور خفګان او غير صحي خوړو ترمنځ اړيکه؟

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د یوې څيړې له مخې هغه کسان چې په ژورخپگان اخته دي، د سالمو کسانو په پرتله یې د خوړو بڼه توپیر لري. دغه څیړنه کولی سي د دې عارضې د حل له پاره د درملنې نوي طریقې رامنځته کړي.

په نړۍ کې شاوخوا ۲۸۰ میلیونه کسان له ژور خپگان څخه زوریږي.
ولې په ژور خپګان اخته کسان د کابوهايدرېت مصرفولو ته ډېره لیوالتیا لري؟انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

په نړۍ کې شاوخوا ۲۸۰ میلیونه کسان له ژور خپگان څخه زوریږي. که څه هم ددغې ناروغۍ بیلابیل ډولونه موجود دي، خو داسي ښکاري چې په نوموړي ناروغۍ ټول اخته کسان یوه مشترکه وجهه لري: د کاربوهایدرېتو ډیر مصرفول. د بن او توبینگن د روغتون پوهنتونونو څیړونکو دغه موضوع په یوه نوې څیړنه کې کشف کړې ده.

په دغو دوو پوهنتونونو کې د رواني طب، ارواحپوهني او رواني درملنې څېړونکی، نیلز کرومر وایی:« تر اوسه پورې دا فکر کیده چې په  کاربوهایدريتو غني خوړو ته لیوالتیا د اشتها له ډیریدو سره تړاو لري. خو موږ په دغه څیړنه کې وښودله چې خبره دا ډول نه ده. په حقیقت کې کاربوهایدريتو ته علاقه ډیری وخت د ژور خپگان له شدت په تیره بیا اضطرابي علایمو سره تړاو لري.»

اړوند:څېړنه: يو ميليون مهاجر په رواني ستونزو اخته دي

کاربوهایدرېتونه د بدن له پاره د چټکي انرژۍ منبع ده او د حجرو له پاره د انرژۍ یوه تر ټولو اصلي تأمینوونکې شمیرل کیږي.

د کرومر په خبره، دا چې په ژور خپگان اخته کسان کاربوهایدرېت ته علاقه پیدا کوي، امکان لري چې علت یې د هغوی  په کولمو  او هاضمې په سیستم کې پټ وي.  په دې ترڅ کې له هاضمې سیستم څخه مغز ته د اطلاعاتو په انتقال کې گډوډي د واگ د عصب له لارې کیدای سي د شیرینیو او کاربوهایدريتو خوړلوو ته د سختې لیولتیا عامل وي.

بیلابیلو څېړنو ښودلې ده چې د کولمو میکروبیوم په ژور خپگان اخته کسانو کې تغییر کوي او دغه تغیرات کولای سي د ژور خپگان په علایمو کې نقش ولري. همدارنگه لیدل سوي چې په هغو کسانو کې چې له پروبیوټیکو خوړو څخه یې استفاده کړې ده، د ژور خپگان علایم ښه سوي دي.

کیفیر، کیمچي، کمبوچا، مستې، د سېبو سرکه، اچار سوي بادرنگ، زیتون، پنیر او خمیره ډوډۍ د پروبیوټکیو لرونکي دي.

خو آیا په ژور خپگان  اخته کسان باید د کاربوهایدريتو مصرف راکم کړي؟ نیلز کرومر وايي، نه:« مخکینیو پلټنو ښودلې ده چې په ژور خپگان اخته کسانو کې د کاربوهایدريتو حذفول یوه بریالۍ کړنلاره نه ده. د خوږو مصرف ژورخپگان نه رامنځته کوي بلکې په ژور خپگان د اخته کیدو پر وخت د خوړو په ترجیح ورکولو کې بدلون راځي.»

سربیره پردې هغه ټینگار کوي چې په اوږده موده کې غیرصحي  خواړه کیدای سي دغه بدلونونه لاپسې شدید کړي. خو بیا هم دغه پوښتنه مطرح ده:«آيا غیر صحي خواړه د ژور خپگان سبب کیږي، که ژور خپگان د غیر صحي خوړو او په نتیجه کې د کولمو په میکروبیوم کې د تغییر باعث گرځي؟»

په اوس وخت کې، په آلمان کې دغه موضوع د ژور خپگان په درملنه کې دومره زیات په پام کې نه نیول کیږي. د ژور خپگان د درملنې په ملي دستورالعمل کې یوازي سپارښتنه سوې ده چې په ژور خپگان اخته کسان باید متعادل او صحي غذایی رژیم ته تشویق سي. 

د څېړونکو په خبره، د ژور خپگان په درملنه کې په غذا او هاضمه سیستم کې تغییرات د فرعي او غیر مهمې موضوع په توگه بايد ونه گڼل سي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل