سږ کال هم سکانو د پيښور په مختلفو سیمو کې د مسلمان روژه لرونکو له پاره د روژه ماتې یا افطار بندوبست کړی وو. تر ټولو ډیر ازدهام د ریډیریډنګ روغتون تر څنګ سیمه کې لیدل کیږي. د دې یو دلیل دا هم دی چې د ناروغانو پيوازان چې د لیري پرتو سیمو څخه د خپلو ناروغانو سره په دغه روغتون کې پاتې شوي وي، تازه او وړیا خواړه او روژه ماتې ترلاسه کوي.
انځور: DW/F. Khan
آشپز مسلمان
د ګوپال سنګهـ په خبره دوی د خواراک څښاک توکي تر اخیستلو وروسته هغه یو مسلمان آشپز ته سپاري او پخلې پر هغه کوي، تر څو د هیڅ ډول شک ګنجایش پاتې نه شي. سنګهـ زیاتوي چې دا هر څه دوی د ښه نیت له مخې کوي، تر څو د مساپرو او بی وسه خلکو سره مرسته وکړي.
د سکانو له خیریه ټولنې څخه دانیال او جوهیندر سنګهـ وایې چې د افطار کمپونو یا مرکزونو جوړول یوازې یو ټولنیز اقدام دی چې له بل څخه په کې هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي او یوازې همدوی دغه لګښتونه په غاړه اخلي. هغه دا هم وویل چې دوی حتی له مسلمانانو سره د پيوستون له پاره روژې هم نیسي.
انځور: DW/F. Khan
کوم شیان د روژه ماتې له پاره تیاریږي
په افطار یا روژه ماتي کې روژه دار ته لومړی شربت، خورما، پیکوړې او سمبوسۍ او وروسته بیا نور خواړه وړاندې کیږي. ګوپال سنګهـ وایې دوی د روژې میاشت په احترام په ښکاره ډول د خلکو په عام محضر کې له خوراک څښاک څخه ډډه کوي.
انځور: DW/F. Khan
ځوان سکان تر ټولو مخکې دي
د سکانو ځوانان د رژوه لرونکو د خدمت له پاره تر ټولو مخکې ولاړ وي او د روژماتې پر مهال مسلمان روژه لرونکو ته د خوراک څښاک شیان وړاندې کوي. د ښار په مختلفو برخو کې سک هټیوال وایې چې دوی د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې هم د امکان تر کچې کموي.
انځور: DW/F. Khan
انځورونه1 | 6
د منځیني ختیځ په سیمو کې دا ډول ورته کیسې شته. د قاهرې په سویل کې د اسيوط ښار اوسېدونکې پنځوس کلنه مصرۍ عيسوي مېرمن اُم امير وايي: «زما تر ټولو پخوانۍ او نږدې ملګرې مسلمانه ده او موږ په ځینو دودونو او کړو وړو کې شریک یو. د بېلګې په توګه زه د رمضان په مياشت کې روژه نیسم او بیا د هغې له کورنۍ سره روژه ماتوم».
په بیروت کې یوه ۳۴ کلنه لبنانۍ ښځه ریتا چې روژه نیسي، وايي: «زه یوه عیسوۍ يم، خو له ځوانۍ راهیسې مې ډېر مسلمانان ملګري درلودل او هېڅکله د مذهبونو تر منځ ډېر توپیر نه کوم.»
حلوا د روژه ماتې پر دسترخوان د ایرانیانو د زړه پورو خوږو څخه شمیرل کیږي او د نړۍ په نورو برخو کې هم په مسلمانانو کې محبوبیت لري. د حلوا د خوند د ښه کولو له پاره ایرانیان زیاتره له ګلابو، هېل او زعفرانو څخه استفاده کوي. د ځینو نورو ټولنو خلک له دارچیني او زنجفیل څخه هم کار اخلي.
انځور: Mitra
خرما
د هغه سنت له مخې چې د اسلام پیغمبر ته منسوبیږي، ډیری مسلمانان خپله روژه په خرما ماتوي. خرما ډیر ویتامین، معدني مواد او فایبر لري. دا چې په خرما کې د قند کچه لوړ ده نو له همدې له کبله د روژه ماتې پر مهال ژر د روژه لرونکو د خوږو کموالی جبرانوي.
انځور: Farjana K. Godhuly/AFP/Getty Images
حریره
حریره چې له هسپانیې څخه یي منشه اخیستې په مراکش او غرب الجزایر کې د روژه ماتې پر مهال د ګرمو خوړو په توګه خوړل کیږي. دغه خواړه د بیلا بیلو موادو لکه نخود، دال، د غویي او یا د پسه غوښه، رومیان، تازه ګشنیز او اووه ډوله مسالو ترکیب دي.
انځور: Fotolia/Yahia Loukkal
بورک
بورک د ترکانو ځانګړی خوراک دی او له عثماني دور څخه په خپل ځای پاتې دی. د الجزایر په ختیځ او همداشان په تونس کې بورک د روژه ماتي لازمي جز دی چې بل څه یې ځای نه شي نیولی. بورک د نازکه اوړو پرچه وي چې د کچالو، کوفتې، پنیر او یا هم د چرګې له هګیو څخه ډکیږي. بیا وروسته دغه څه په غوړو کې سره کیږي.
انځور: ben Belgacem / DW
د فتوش سلاد
د فتوش سلاد چې له بادرنګ، رومي او ګشنیر څخه جوړیږي، د هغو خوړو له ډلې څخه دی چې په روژه کې محبوبیت لري. هغه څه چې دا سلاد نور هم ځانګړی کوی د سرې شوې ډوډۍ پرچې او همداشان د اوږې، لیمو اوبه او د زیتون غوړي او نعنا ده.
انځور: Imago/ZUMA Press
هړیسه
هریسه له هغو دودیزو خوړو څخه دي چې نه یوازې د فارس خلیج د څنډې عربي هیوادونو بلکې د ارمنیانو او هندیانو په منځ کې هم محبوبیت لري. د دغو خوړو چې له نرم شوو غنمو، کوچو او د پسه له غوښې جوړیږي لرغونتوب لسمې پیړۍ ته رسیږي. د دغو خوړو یو ډول بې له غوښې هم تیاریږي.
انځور: Krista Garcia
خشاف
آلبالو، زردآلو، وچ انځر او کشمش: دا د خوشاف خوړو لومړني مواد دي. دا خواړه چې د مدیترانې سمندرګې له ختیځ او ایران څخه یې سرچینه اخیستې د روژه ماتي همیشني خوراک شمیرل کیږي. ځینې په دغو خوړو کې بیلا بیلې خستې هم ګډوي. په لومړي سر کې وچې میوې له یو او بل سره خوټول کیږي او بیا وروسته بورې او ګلاب سره ګډیږي..
انځور: DW/S. Fotouh
جلیبي
جلیبي او بامیه (یو ډول ایراني خواږه) د ایرانیانو او د شمالي افریقا څخه نیولی د هند تر نیمې وچې پورې د خلکو په منځ کې محبوبیت لري. د جلیبۍ په جوړولو کې معمولا له اوړو، زیتون د غوړو، بورې، زعفران، هیل یا لاچي ګلاب...څخه استفاده کیږي. په غوړیو کې تر سرو کولو وروسته بیا جلیبي د لږ وخت له پاره په خواږه شربت کې ایښودل کیږي.
انځور: picture-alliance/Photoshot
د تمر هندي شربت
عربان له هندي تمر یا هندي خرما څخه یو ډول شربت جوړوي چې د زیات آنتي اکسیدن د لرلو له کبله د هاضمې له پاره ډیر ښه دی. د دغه شربت د جوړلو له پاره هندي خرما به اوبو کې جوشول کیږي او بیا وروسته ترلاسه شوی شربت له ګلاب او بورې سره یوځای کیږي.
د روژې لپاره اعلانونه او کمپاینونه هم بدل شوي او ورځ تر بلې وده کوي او له ټاکل شوي هدفه پیغامونه نورو ټولونو ته هم غځیږي.
اعتراضونه هم شته
د وولف انسټیټیوټ د مشرې واګنر، له نظريو څخه یوه یې د ژبې او نسل د تغير په محور کې د رمضان پر ځانګړتياو راڅرخي، يعني دا چې د رمضان پديده د ژبو او هم په نسل پورې تړلي ځانګړتياوې اغیزمنوي او يا يې منعکسوي.
واګنر چې د یوې ژبپوهې په توګه یې زده کړې کړي استدلال کوي «يوازې دا چې کله خلک د لهجې څخه په پاکه ژبه خبرې کوي، دا یو بدلون رامنځته چې دوی رښتیا په ټولنه پورې اړه لري. موږ ګورو چې بريتانيا کې هغه مسلمانان په بومي انګلسي ژبه خبرې کوي او اوس یې عمرونه د ۴۰ او ۵۰ کلونو په شا او خوا کې دي او د مشرتابه او پر نورو د اغیزمن اچولو پر لور حرکت کوي.
دا پاکستانی ځوان پېښور کې د لمانځه پر وخت خولۍ پرسروي. د رمضان میاشتې له امله ډېر خلک ښه ګڼي، چې د لمانځه او روژه ماتي پر وخت نوی لباس پر تن کړي. که څوک مالي توانايي ولري، د اختر پر ورځ هم نوي کالي اغوندي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP pHoto/picture alliance
په المان کې رمضاني سینګارول
د لومړي ځل له پاره د المان په فرانکفورت او کولن کې د روژې میاشتې په مناسبت واټونه ښکلي شول. د دغو ښارونو چارواکو ویلي، چې له دې اقدام یې موخه ټولنیز یووالی او یو ځای ژوند کول دي.