ونود کهنه له نړۍ سترگې پټې کړې
۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبهد ممبي د سر اچ ان ریلائنس فاونډیشن روغتون ویاند تُشار پانیه، ویلي دي چې ونود کهنه د مثانې په سرطان اخته وو او په وینا یې د اپریل میاشتې پر ۲۷ نیټه ومړ.
ونود کهنه په ۱۹۴۶م کال کې په پیښور کې زېږېدلی او په ۱۹۶۸م کال کې یې د هنر په ډگر کې قدم ايښی وو. هغه د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په اتیایمه لسیزه کې هغه د میلیونونو مینه والو په زړه کې ځای درلود. په دغو دوو لسیزو کې هغه د باليووډ په مخکښو ستورو کې هم شمیرل کیدی.
د هغه په یادگاري فلمونو کې «میرې اپنې»، «میرا گاو میرا دیش»، «غدار»، «کچې دهاگې» او «امر اکبر او انتهوني» فلمونه شامل دي. په «امر اکبر او انتهوني» فلم کې د هغه نقش ډیر ستایل شوی وو. دغه فلم د درو داسې ورونو کیسه وه، چې په وړکتوب کې یو له بله څخه ورکیږي.
په ۱۹۸۲م کال کې ونود کهنه څه موده له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه او د یوه روحاني گورو یا مشر اوش رجنیش پیروي شو. خو پنځه کاله وروسته یې بیا فلمي نړۍ ته مخه کړه او خپلو مینه والو ته یې د «انصاف» او «ستیامیو جیاني» فلمونه نندارې ته وړاندي کړل.
په ۱۹۹۷م کال کې ونود کهنه د بهارتیه جنتا پارټي، له لوري د لوک سبها یا ولسي جرگې په ټاکنو کې برخه واخیسته او د جرگې غړی هم شو. کهنه دوه ودونه کړي ول او څلور ماشومان لري چې پکښې هنر مند اکشې کهنه هم شامل دی.
زموږ له ارشيف څخه: