وودو تور جادو او که مذهب دی؟
۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبهايا د افریقا وودو تور جادو او که مذهب دی؟
وودو په افريقا کي یو ډول مذهب دی چي په میلیونونو پيروان لري. په لویدیځ افریقایې هیواد بنين کې هر کال د جنورۍ میاشتې په لسمه یو جشن هم لمانځل کیږي. د دې جشن پر مهال عامه رخصتي وي. انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
په ساحل کې ننداره
د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې وودو دومره نه منل کیږي لکه څومره چې په بنین کې. هر کال د جنوري په میاشت کې د دغه جشن یا مراسمو پر مهال په دغه ساحل کې یو خاص رونق وي. په دې ورځ مذهبي مراسم لږ او دا ډول میلې زیاتې وي.
هر کلی جلا رسم او رواج لري
اوس هم په دغه هیواد کې وودو ته ارزښت ورکول کیږي او د دغه هیواد په مختلفو کلیو او بانډو کې د کوچنیو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. ابومي یو وخت د شاهي کورنۍ ښار وو او په دې انځور کې د دغه ښار د اطرافي کلي کپیټیپکا یو منظر تر سترګو کیږي. خلک په جذبه کې راځي، نڅا کوي او سندرې وایې او د دوی په باور په دې توګه دوی ځان خدای ته د رسولو کوښښ کوي.
وودو د خپلو پیروانو په اند یو حقیقت دی
په بنین کې د وودو د پیرونانو دقیق شمیر نه دی معلوم. د دغه هیواد د ۱۱ میلیونه نفوس نږدې ۱۱سلنه یې ځان په رسمي ډول د وودو پیرويان بولي. په بنین کې دا یوه عادي خبره ده چې یو کس له یوې خوا ځان عیسوي بولي او له بلې خو پر وودو هم عمل کوي.
زکپاټا، د دوی په اند یو له بې شمیره خدایانو څخه دی
د بنین په مختلفو ځایونو په ځانګړي توګه په سیمه ییزو کلیو کې د نذر او خیرات له پاره دا ډول معبدونه لیدل کیږي. دا ډول جوړښتونو دوی د زکپاټا په نوم خپل خدای ته منسوبوي. د وودو عقدي درلودونکو په اند دا ټول معبودان د انسانانو او د دوی پیدا کونکي تر منځ د وسیلې کار کوي.
د معبودانو له پاره شراب
د دوی په اند یوازې د عقیدې درلودل کفایت نه کوي، دلته ډیرې داسې رواجونه موجود دي چې خلک باید مختلف شیان د نذر یا خیرات په توګه ورکړي. په بنین کې د دغه نظر پیروانان د خپلو معبودانو د آرامه کلولو له پاره دوی ته شراب او سکریټ هم وړاندی کوي. دوی د نذر په توګه چرګان او سرلي هم دلته راوړي.
د ژوند له پاره د مختلفو سوالونو ځواب
که یو چاته د ژوند په مسایلو کې کومه پوښتنه پیدا کیږي، هغوې د فا اوریکل په نامه نجومیانو ته مراجعه کوي. دغه نجومیان په دغه انځور کې د لیدل کیدونکو مریو په وسیله استخاره کوي. ځني پوښتنې داسې هم دي چې د هغې مطرح کول منع دي. د بیلګې په توګه دا پوښتنه څوک نه شي کولی چې هغه به کله مري.
په نني عصر کې پخواني درمل
وودو یوازې د مراسمو، محفلونو او استخارې نوم نه دی، بلکې وودو له هغو یوناني نباتاتو سره هم ارتباط لري چې د کلونو راهیسې د مختلفو ناروغیو د درمل له پاره ترې استفاده کیږي د بلکې په توګه ملاریا.
د جادو له پاره کاریدونکي شیان
د وودو یوه مهمه برخه هغه بازار دی چې په هغې د کوډو یا جادو له پاره کاریدونکي عجیب و غریب شیان پلورل کیږي. په دې بازار کې د سپي له سر څخه نیولې د وچ کړای شوي چلپاسۍ او د پړانګ تر پوستې پورې تر لاسه کیدای شي.
د خوشبختۍ له پاره
له دوو کوچنیو بوتانو څخه جوړه شوې دغه جوړه د وودو د پیرويانو له پاره د خوشبختۍ یو سیمبول دی. دا په یوې کورنۍ کې د خوشحالیو راوستلو په مفصد ساتل کیږي. دې ته ورته یو شمیر نور جادويې شیان هم شته چې په ځانګړي توګه سیلانیان یې د یادګار په توګه له ځان سره خپلو هیوادونو ته وړي.
وودو او د هیواد سیاست
د بنین لوې سیاست مشر هم پر وودو عقیده لري. داګبو هونون د وودو ډیر مخکښ استازی دی چې په جوویده کې اوسیږي. داګبو وایې چې تر ټاکنو مخکې ټول نوماندان د دعا اخیستلو له پاره هغه ته ورزي. آیا هغه هم پر سیاست د تاثیر اچولو کوښښ کوي، داګبو د دې پوښتنې په ځواب کې چپ پاتې شو.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.02.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.03.2016):
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
له غربت څخه نجات
د دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
د درواغو وعدې
نن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انسان حریص دی
تر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
د مهاجرت خطرونه
دغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اگادیز دښته
د «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
د دوشنبې ورځې قافلې
هره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
د مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي
د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
د مادام پسې لټون
د نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
ځای کم او نجونې ډیرې
کله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
غیر فعاله ادارې
د مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
په افریقا کې وچکالي: ویره، لوږه او تنده
افريقا د نه باران او بې فصلتوب له کبله ۱۴ ميليونه انسانان د وچکالۍ له سخت بحران سره مخامخ دي. په ځانگړې توگه په ایتوپیا کې وضعیت خراب دی.
دغه ډبې خالي دي او هيچيري هم یو څاڅکی اوبه نه شته. ایتوپیا په تیرو ۳۰ کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او څو میاشتې باران نه دی شوی. ملگري ملتونه وایي چې لس میلیونه انسانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري او که مرسته ونه شي دغه شمېر به دوه برابره شي. د افریقا په نورو برخو کې هم وضعیت بې ثباته دی.
د ایتوپیا زیاتره خلک خپله گوزاره له حاصلاتو او څارویو پوره کوي د آفار د سیمي یوه اوسیدونکې وایي: «وروستی وار چې باران شوی وو نو د روژې میاشت وه.» خو روژه د تیر کال په جولای میاشت کې وه. تر هغه وروسته بیا باران نه دی شوی. زیاتره وخت څاروي مري.
وچکالي د ۱۹۸۴م کال یاد تازه کوي. هغه مهال وچکالۍ او قحطۍ تر یوه میلیون زيات انسانان ووژل. اوس دغه هیواد یووار بیا د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دی. تر ټولو زیات ماشومان له دغه وضعیت څخه کړیږي. د ایتوپیا حکومت وایي چې ۴۰۰ زره نجوني او هلکان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي او طبي پاملرني ته اړتیا لري.
په زمبابوې کې هم د جوارو حاصل خراب دی. د یوه ښه حاصل پر ځای وږی یوازي څو دانې جوار لري. یو علت یې هم د النینو په نوم د موسمي پدیدي راستنیدل دي.
دغه ستومانه غوا په ډیر مشکل سره درېدلای شي. د زمبابوې د یوې سیمي بزگران د هغې د راپاڅیدو او حرکت کولو له پاره خپلې ټولي هڅې کوي. په زمبابوي کې په ۲۰۱۵م کال کې تر هغه دمخه کال په پرتله نیمایي باران شوی دی. ځمکې وچې دي.
په عادي ډول دا هغه ځای دی چې څوک پکښې کښیناستلای یا دریدلای نه شي. د هغه علت «بلیک امفولوزي» سیند دی. خو د سویلي افریقا په شمال ختیځ ښار دربان کې دغه سیند وچ شوی دی. ځایي اوسیدونکو د دغه سیند په منځ کې یو کوهی ایستلی دی چې له هغې څخه اوبه راباسي.
د مالاوي هیواد هم له وچکالۍ څخه کړیږي. د دغه هیواد پلازمېنې لیلونگوه، ته څیرمه یوه بازار کې بیې لوړي شوي دي.د بیلگې په توگه جوار. ښه حاصلات نه ول شوي او اوس باید خوراکي مواد راوارد شي، څو د خوراکي توکو کمښت پوره شي. ځایي خلک په سختۍ سره کولای شي چې هغه بیه ادا کړي چې غوښتنه یې کیږي.