ويستر ويله: ۲۰۱۱ کال افغانستان ته ډير مهم وو
۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبهاوس چي په افغانستان کي د آلمان د پوځي مداخلي څخه لس کاله تيريږي، د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير وايي چي آلمان په افغانستان کي ډير مهم رول لوبولی دئ.
هغه په خاصه توګه په ۲۰۱۱ کال کي د آلمان رول ته اشاره وکړه. د هغه په خبره په افغانستان کي وضعيت د هري ورځي په تيريدو سره د ښه کيدو پر خوا روان دئ.
د ويستر ويله په خبره په افغانستان کي د آلمان شتون اوس هم ډير اهميت لري.
په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموريت موده په ۲۰۱۲ کال کي پای ته رسيږي. اوس د دغه هيواد پارلمان پر دې خبري کوي، چي په افغانستان کي د پوځيانو د ماموريت موده اوږده کړي.
په روان وخت کي ۵۳۵۰ تنه آلماني عسکر په افغانستان کي مېشت. په پام کي ده چي دغه شمېره به د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ مياشت کي ۴۹۰۰ ته راټيټه سي.
آلمان په افغانستان کي نه يوازي په پوځي برخو کي مرسته کوي، بلکي دغه هيواد د افغانستان په بيا رغاونه او سياسي بهير کي هم ډيره ونډه لري.
په روانه مياشت کي آلمان د افغانستان په اړه د يو نړيوال کنفرانس کوربه وو، چي نړيوالي ټولني پکښي پريکړه وکړه، چي له افغانستان سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو نورو کلونو له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ويسترويله ويلي چي نړيواله ټولنه به افغانستان د ۲۰۱۴ کال ورسته يوازي پرې نږدي او اجازه به ور نه کړي چي دغه هيواد يو وار بيا تروريستان ځای پيدا کړي.
د آلمان پارلمان هر کال په افغانستان کي د خپلو پوځيانو ماموريت غځوي. په افغانستان کي د آلمان د عملياتو په اړه هر کال د ډسمبر په مياشت کي تصميم نيول کيږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل