د اروپايي ټولني کمېسیون د چاپیریال ساتنې کمیشنرې جیسیکا روزوال، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۹) د فونکه په نوم د رسنیو ډلې ته وویل چي "موږ پوهیږو چې موږ ډیرې اوبه کارولې دي. موږ د دغې ستونزې په اړه پوهاوی او د اوبو په هکله نوي چلند ته اړتیا لرو."
د هغې په خبره: "صنعت، کرهڼه او همدارنگه د مصرف کوونکو په توگه موږ خپله باید په دې پوه سو چي اوبه یوه محدوده سرچینه ده."
نوموړې سویډنۍ وویل، د دغه ډول پوهاوي د رامنځته کولو له پاره یوه لاره کېدای سي دا وي چې په کورنیو کې د اوبو مصرف اندازه سي. روزوال، د انرژۍ بحران ته په کتو سره وویل: "کله چي خلک وکولای سي په دقیق ډول وویني چي هغوی څومره اوبه کاروي، نو هغوی په دې اړه آگاهانه فکر کوي. په دې ډول به لویه سپما رامنځته سي، ځکه خلکو نور دغه ستونزه درک کړې ده."
د اقلیمي بدلون د پرمختگ له امله، د اروپا لویه برخه له کلونو راهیسې د اوبو له مخ په زیاتیدونکي کمښت سره مخامخ ده. په آلمان کې، د هوا پېژندنې ادارې د روان کال د فبرورۍ د لومړیو او می میاشتې ترمنځ د معمول په پرتله له نیمایي کم باران ثبت کړی دی.
اړوند:په نړۍ کي د اقلیم د بدلون په نتیجه کي د څه د پاسه نیم میلیون انسانانو مړینه
روزوال اعلان وکړ چې هغه به له دوبي څخه مخکې د اروپايي ټولنې له خوا د اوبو یوه ستراتیژي وړاندې کړي. د اروپايي ټولنې کمشنرې وویل: "موږ تل په دې باور وو چې په کافي اندازه اوبه به موجودي وي، خو نور داسي نه ده. په اروپا کې، موږ کله ناکله ډیرې اوبه لرو، او ځیني وخت ډیرې لږ، او کله ناکه بیا دواړه په یو وخت کې. دا د ټولو غړو هیوادونو له پاره یوه ستونزه گرځیدلې ده."
انځورونه: د نړۍ په تر ټولو ګرمه او وچه سيمه کې ژوند
اوسمهال په سنیګال کې ماتام د نړۍ په کچه ترټولو تاوده سیمه ګڼل کیږي. سختې ګرمۍ او د اوبو کمښت په دې سیمه کې د فولاني کوچیانو لپاره چې له مخکې په ناوړه وضعیت کې ول، ژوند سخت کړی.
انځور: John Wessels/AFPپه سنیګال کې د ماتام ښار اوسېدونکي ددې لپاره چې لږ تر یخې هوا لاندې اووسي، جومات ته ځي. ددې اوسیدونکي ډيری مسلمانان ددغه هېواد په شمال ختیځ کې تر یوې ثابتې ګرمۍ لاندې ژوند کوي. په دې سیمه کې د تودوخې درجه تر سیوري لاندې ۴۸ خو تر لمر لاندې ۵۰ درجو ته رسیږي. دا سیمه له اپریل میاشتې وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو تاوده سیمه ګڼل کیږي.
انځور: John Wessels/AFPله کوره یواځې د لمانځه لپاره راوتل
په ځانګړې توګه د ویوبایرو دیانکا په څېر د لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره سخته ګرمي د زړه او تنفسي ناروغیو خطر له ځان سره لري. هغه د ورځې په اوږدو کې له تودوخې د ځان ساتلو په موخه په خونه کې پاتې کیږي او یواځې کله نا کله جومات او لمانځه ته د تلو لپاره له کوره وځي.
انځور: John Wessels/AFPپه کورونو کې ډېری خلک نه شي کولای چې له سختۍ ګرمۍ ځان وساتي، ځکه هغوی د برېښنا له کمښت سره مخامخ دي او نه شي کولای بادپکه وکاروي، د هوا یخولو دستګاوې خو لا لرې خبره ده. د شپې پرمهال هم د هوا تودوخه د سانتي ګراډ په کچه ۳۵ درجې وي.
انځور: John Wessels/AFPدې سختې ګرمۍ په ځانګړې توګه د ماتام لرې پرته سیمه سخته اغېزمنه کړې. فولاني کوچیان په دودیز ډول خپل مالونه له ساحلي وچو دښتو څخه هغو سیمو ته لېږدوي چې لاهم لږ اوبه لري. فولاني کوچیان نن ورځ په غالب ګومان سره په همدې سیمو کې هستوګن شوي دي. خو ډاډمنو د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
انځور: John Wessels/AFPپه سوځېدونکې ګرمۍ کې تږي څاروي
سختې ګرمۍ اوبو ته د څارويو اړتیا دوه چنده کړې. په ماتام کې یوه میږه په ورځني ډول معمولا دوه نیم لېتره اوبه څښي. خو په هغو میاشتو کې چې ګرمي ريکارډ کچې ته لوړيږي، په ورځني ډول د هرې میږې د اوبو اړتیا ۵ لیترو ته لوړیږي. په دې سیمه کې چې یواځې د کال په څو میاشتو کې اورښت کیږي، د څښلو پاکې اوبه یو ارزښتمن او لږ پیدا کېدونکی توکی دی.
انځور: John Wessels/AFPد اوبو موندلو لپاره وروستی هڅې
په دې سیمه کې د اوبو موندل هره ورځ سختیږي. بزګران اړ دي چې د ورځې څو واره پلي یا د کچرو په واسطه د خپلې کورنۍ او مالونو د اړتیا وړ اوبه چمتو کړي، ځینې خلک اړ دي چې تر سوځېدونکي لمر لاندې تر ۲۰ کیلومترو لار ووهي چې د اوبو سرچینې ته ورسیږي.
انځور: John Wessels/AFPد اوبو د نلونو پرځای د کندو کېندل
په نوامبر کې د اورښتونو د موسم تر پای ته رسېدو وروسته جهیلونه او طبعي سیندونه وچیږي. لرو پرتو سیمو کې طبعي سیندونو ته څېرمه د اوبو لپاره د کندو کېندل د اوبو د زیرمه کولو یواځینی لار ده. د دوبي موسم کې پاکې اوبه په ندرت سره موندل کیږي.
انځور: John Wessels/AFPکیفیت اړین نه دی، خو چې یواځې اوبه وي
د فولاني ډیری خلک له څاګانو پرته د اوبو لپاره بله چاره نه لري، توپير نه کوي چې دا اوبه په کومه اندازه ککړې دي. «د لوی شنه دېوال پروژه» چې ټاکل شوې په سنګال کې د ساحل سیمې له هېوادونو د پراخو ونو په کېنولو سره له بیاباني کېدو څخه ساتنه وکړي، خو تراوسه یې په ماتام سیمه کې هیڅ مثبت اغیز نه دی کړی.
انځور: John Wessels/AFP