1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

«ویاړم چې د پلار قاتلین مې ووژل»

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

په غور ولایت کې هغې افغان نجلۍ چې د پلار تر وژل کیدو وروسته یې دوه طالب جنګیالي ووژل، ویلي دي چې د هر هغه چا پر وړاندې به بیا هم ودريږي چې پر دې بريد کول غواړي.

Afghanistan  I Provinz Ghoor
انځور: privat

په غور ولایت کې  د قمر ګل په نامه یوې ۱۵ کلنې نجلۍ دوه طالب جنګیالي وروسته تر هغې په ډزو ووژل چې یاد جنګیالیو یې د هغې په مخ کي والدین په ډزو وویشتل او ویې وژل. دغه پیښه تیره اونۍ د غور ولایت په یوه لیرې پراته کلي کې رامنځ ته شوې وه.

قمرګل په دې هکله د فرانسې خبرې آژانس ته د تلیفون پر کرښه وویل: «زه نور له هغوی [طالبانو] نه ډاریږم او د بیا هم جګړې ته اماده یم.» په ورته وخت کې د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې وسله په لاس کې د قمر ګل یو انځور لاس پر لاس کیږي او د دغو شبکو استفاده کوونکي د هغې د دغه کار د ستاینې ترڅنګه د هغې د امنیت ساتلو غوښتنه هم کوي.

قمرګل د خپل پلار د وژل کیدو د پیښې په تړاو وايي چې نیمه شپه وه چې طالبان کور ته راغلل. د هغې په خبره په دې وخت کې هغه له خپل ۱۲ کلن ورور سره په یوه خونه کې ویده وه چې د دروازې د ټیله کولو غږ یې واورید. د قمر ګل په خبره، مور مې ورمنډه کړه څو مخه یې ونیسې خو طالبان لا له وړاندې رادخل شوي ول.

قمرګل همدا راز زیاتوي چې هغوی مې پلار او مور بیرون ته راوستل او په څو ډزو یې ووژل او زه ډیره وډاره شوم. د قمر ګل په خبره، څو شیبې وروسته یې ویره ورکه شوه: «ما هم په کور کې موجود ټوپک را واخیست، دروازې خوا ته ولاړم او پر دوی مې ډزې وکړې.» د قمرګل په خبره، پلار یې ورته د کلاشینکوف د استفاده کولو طریقه ور زده کړې وه.

انځور: privat

تر دې پیښې وروسته، ګڼ شمیر کلیوال او حکومتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او طالبان اړ شوي چې تر اوږدې جګړې وروسته له سیمه وتښتي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیو یارک ټایمز په نامه یوې امریکايي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د یادې پیښې په هکله په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې په دې پیښه کې کورنۍ دښمني هم نقش لري او دا چې د وژل شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې د قمرګل خاوند دی.

دغې امریکايي ورځپاڼې د قمرگل د خپلوانو او ځايي چارواکو په وینا لیکلي چې د کورنۍ ستونزو تر تیرولو وروسته غوښتل چې قمرګل په زور له ځانه سره بوزي.

ځايي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان د قمرګل د پلار د وژلو له پاره راغلي ول دا ځکه چې هغه د حکومت پلوي کوله او د کلي مشر وو.

قمرګل وايي: «زه ویاړم چې د خپل پلار قاتلین مې ووژل. ما هغوی د دې له پاره ووژل ځکه زما پلار یې را وژلی او زه پوهیدم چې تر هغوی وروسته زما او زما د کشر ورور وار وو.»

قمر ګل په یادوي چې د طالبانو تر وژلو وروسته یې مور او پلار ته ور نیږدې شوه خو هغوی نفس نه درلود.» د هغې په خبره هغه له دې کبله هم خپه ده چې له خپل پلار او مور سره یې د وروستي ځل له پاره خبرې ونه کړې.»

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمیر افغانان په ټولنیزو رسنیو کې د یادې افغانۍ نجلۍ د شجاعت ستاینه کوي او له حکومته د هغې د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر غني هم د ظالم دښمن پر وړاندې د خپلې کورنۍ د دفاع له پاره د قمرګل ستاینه کړې ده. طالبانو هم یاده پیښه تائید کړې ده خو د یوې میرمنې په لاس یې د خپلو جنګیالو وژل کیدل رد کړي دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل