1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتنړیوال

ویرات کولي د خپل ټيم پر ضعیفوالي اعتراف وکړ

۱۴۰۰ آبان ۱۰, دوشنبه

د هندوستان د کريکت کپټان ویرات کولی اعتراف وکړ چې ټيم يې «په کافي اندازه زړور» ندی. هغه دغه خبره تيره ورځ له نیوزیلند څخه تر سختې ماتې وروسته کړې ده. هندوستان د اکتوبر پر ۳مه له افغانستان سره لوبه کوي.

Cricket ODI - Südafrika vs Indien - Virat Kohli
ویرات کولي - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/Gallo Images/S. Roy

پرون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه) د کریکټ په نړیوال جام کې هندوستان د نیوزلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته را کوز شو. په دغه په زړه پورې لوبه کې هند د ۱۱۰ منډو په کولو سره نیوزلینډ ته د ۱۱۱ مڼدو هدف وټاکه. نیوزیلنډ په اسانۍ د ۱۱۰ منډو هدف ته ځان ورساوه او دغه لوبه يې وګټله.

هندوستان د کريکټ په روان نړیوال شل اوریزو جام کې چې په متحده عربي اماراتو کې روان دی، تر دې مخکې پاکستان څخه هم سخته ماتې خوړلې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله کولي د تیرې لوبې په هکله ویلي: «زه فکر نه کوم، موږ په بایلنګ او یا بيټنګ کې په کافي اندازه زړور وو.» ویرات کولې زیاته کړې: «موږ د دفاع کولو له پاره ډیر څه نه درلودل، او کله چې د فیلډینګ میدان ته داخل شو ډير زړور نه وو.»

هندوستان وروسته له دې د افغانستان، سکاتلند او نامیبیا سره لوبې لري. افغانستان بیا نامیبیا او سکاتلند سره خپلې لوبې کړې او دواړه ېې ګټلي دي. هندوستان به د روانې نومبر میاشتې په ۳مه نیټه له افغانستان سره هم خپل بخت آزمايي. د نړیوال ۲۰ اوریزو لوبو سیمي فاینل ته د هندوستان لوبو ته په کتو، د دوی سفر ستونزمن ښکاري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب