1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

ویرجین ګلکټیک؛ لومړنۍ سوداګریزه فضايي الوتنه ترسره سوه

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

بریټانوي میلیارډر ریچارډ برانسون له دوه لسیزو راهیسي غوښتل چي ګرځندویان فضاء ته وخیژوي. نوموړی اوس دغي طرحي ته یو ګام ور نژدې شوی او لومړۍ الوتنه يې ترسره کړه.

د ویرجین ګلکټیک په نامه فضايي الوتکه
د ویرجین ګلکټیک په نامه فضايي الوتکه انځور: Virgin Galactic/AP/picture alliance

د ویرجین ګلکټیک په نامه فضايي شرکت، چي په ریچارډ برانسون پوري اړه لري، په خپله لومړۍ سوداګریزه الوتنه کي يې درې ایټالوي سائنس پوهان فضاء ته ولېږدول.

فضايي الوتکه «وي اس اس یونیټي» د امریکا متحده ایالاتو د نیو مکسیکو ایالت له هوايي ډګر څخه فضاء ته پورته سوه.

زموږ فېسبوک پاڼه

دغه فضايي الوتکه د «وي ام اس او» الوتکي په مرسته والوته او شاوخوا ۱۴ کیلومټرۍ کي له «وي ام اس او» څخه بېله او یوه لنډه الوتنه يې وکړه . وروسته دغه فضايي الوتکه په فضايي ډګر کي راکښته سوه.

د بې وزنۍ لنډه شېبه

د والټر ویلادای ترڅنګ، انګلولاندولفي او پانتالئوني کارلوسي چې د ایټاليا په هوايي ځواک او د ایټالیا د ملي سائنس پوهانو په شورا پورې اړه لري، او یو څو پيلوټان د ویرجین ګلکټیک په دواړو الوتکو کي موجود ول.

اړوند: يوري گاگارين ۵۰ کاله د مخه په دغه ورځ فضا ته وختی

سائنس پوهانو د دې لنډي الوتني پرمهال د یو شمېر سائنسي تجربو له پاره معلومات را ټول کړل. دوی په دې وتوانېدل، چي د یو لږ وخت لپاره له خپلو چوکیو ولاړ او بې وزني عملا تجربه کړي. دوی د ایټالیا بیرغ هم هلته ورپاوه.

زموږ یوټیوب دلته کتلای سی

ددغه بریټانوي میلیارډر هڅي له تیرو ۲۰کالو راهیسي یو په بل پسي نه بریالۍ کېدلې. خو نوموړي خپلو هڅو ته همداسي دوام ور کوله.

دغه شرکت ویلي دي، چي بله سوداګریزه الوتنه يې د اګسټ میاشتي په پېل کې له « ځانګړو فضانوردانو» سره پلان کړې ده.

اړوند: جاپان سپوږمۍ ته خپل لمړنی ماموریت پیل کړ

ددغه شرکت د معلوماتو له مخي فضا ته د دې يو نیم ساعته دورې د سفر د ټکټ بیه شاوخوا ۴۵۰ زره ډالر ټاکل سوې ده.

 د برانسون ،بیزوس او ماسک ترمنځ سیالي

ګلکټیک لومړنی شرکت نه دی، چي فضاء ته یې سوداګریزي الوتني چمتو کړې، د امازون شرکت مشر جف بیزوس د «بليو اوریجين» د خپل شرکت له لارې تراوسه پوري ځیني مسافر فضاء ته بیولي دي.

اړوند: مسکو د بنديزونو غبرګون کې فضايي الوتنې ځنډولي

د ایلان ماسک د «سپيس ایکس» فضايي شرکت یې بل سيال دی چي تر اوسه يې بشپړه دوه خصوصي ماموريتونه د «ای اس اس» نړيوال فضايي مرکز ته ترسره کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب