1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویلدرز، پاکستان ته ویلي چې دومره ژر د بریا ادعا مه کوه

۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبه

د هالنډ ښي اړخه عوامپاله سیاستوال ګیرت ویلدرز، په خپل تویتر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته لیکلي چې دومره ژر د بریالیتوب دعوی مه کوه. نوموړي دا ګواښ د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور د کښلو سیالۍ تر لغوه کولو وروسته کړی.

Geert Wilders Politiker der Niederlande
انځور: Imago/Hollandse Hoogte

د هالنډ ښي اړخه عوامپاله سیاستوال او د پارلمان استازي ګیرت ویلدرز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تويت په مقابل کې غبرګون ښکاره کړی دی. هغه قریشي ته ویلي دي: «دومره ژر دې د بریالیتوب ادعا ونه شي. ما خپل کار نه دی خلاص کړی. زه به له نورو لارو ستا بربریت ښکاره کړم».

د ګیرت ویلدرز، له خوا د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور د رسمولو سیالۍ د لغوه کیدو له کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مسلمانانو ته مبارکي ورکړې وه. د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې د دې شخړیزې سیالۍ لغوه کول، د پاکستان دیپلوماتیکو هڅو نتیجه وه. 

په دې هکله نه یوازې قریشي بلکې د پاکستان د اطلاعاتو کلتور وزیر فواد حسین هم په خپل تویت کې د دغو سیالیو لغوه کیدل د پاکستان د حکومت او ولس بریا بللې وه.

خو د ویلدرز په خبره دغه سیالي ځکه لغوه کوي چې د مرګ د ګواښونو د تر لاسه کولو وروسته د اسلامیستي تاوتریخوالي مخه ونیسي. د هغه له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي وو: «ما پریکړه وکړه چې دغه سیالي لغوه کړم، څو د خلکو د اسلامیستي تاوتریخوالي د قرباني کیدو مخه ونیول شي. زه نه غواړم چې مسلمانان د کاریکاتور له دغې سیالۍ څخه د اسلامیستي تاوتریخوالي د پلمې په توګه کار واخلي.»

 د ویلدرز له لوري په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې «دا یوازې زما په اړه نه ده» او په خبره یې هر هغه څوک چې د دغه سیالۍ پر ضد دي «یوازې ما نه، بلکې ټول هالنډ ته د یوه هدف په سترګه ګوري.»

خو په دې اړه د هالنډ حکومت جلا نظر لري. د دغه هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې د ګیرت ویلډرز شخړیزه مفکوره له حکومتي پالیسۍ سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

د ګیرت ویلدرز، له خوا د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور رسمولو د سیالۍ په لاره اچولو خبره په نړیواله کچه د مسلمانانو له خوا له سختو غبرګونو سره مخامخ شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل