1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

وینس؛ د ترمپ مرستیال څوک دی؟

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

د دونالد ترمپ له بریا سره نو اوس جی دي وینس، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر لومړی مرستیال دی. دغه ځوان سیاستوال چې پخوا د ترمپ مخالف و له کومې اجندا سره سپینې ماڼۍ ته ځي؟

جي دي وینس، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال
جي دي وینس، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالانځور: Carolyn Kaster/AP Photo/picture alliance

اوس نو جی دي وینس د امریکا متحده ایالاتو د نوي ټاکل شوي د ولسمشر مرستیال دي. کله چې هغه د جولای په میاشت کې د ترمپ د نوماند لومړي مرستیال په توګه انتخاب شو، نو روښانه شوه چې دغه سیاستوال د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې د پرمختګ په حال کې دی. ډیر شمیر سیاسي کارپوهان وینس ته د دونالد ترمپ «امریکا ته عظمت بیرته راوړو یا Make American Great Again» شعار د پرمخ وړونکي په سترګه ګوري. له دې سره نو کیدای شي چې وینس په ۲۰۲۸ کال کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د ولسمشرۍ نوماند وي دا ځکه چې ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د قانون له مخې یو ځل بیا د نوماندیدو حق نه لري.

ترمپ او وینس له یو او بل سره په سیاستونو کې نزدي دي خو دواړه سره ډیره متفاوته سابقه لري. څلویښت کلن جی دي وینس، د درو ماشومانو پلار دی او د جمهوري غوښتونکو په منځ کې یې چټک پرمختګ ډیره سابقه نه لري.

د وینس پخوانی نوم جیمز دیوید باومن دی او ډیر وخت د خپل مور له والدینو سره اوسیدلی دی. هغه بیا وروسته د خپل نیکه تخلص غوره کړ. وینس په اوهایو کې ژوند کړی او مور یې په الکهولو او مخدره موادو روږدې وه.

له ښوونځي تر فارغیدو وروسته، وینس د امریکا متحده ایالاتو له سمندري ځواکونو سره یوځای شو او د څلورو کلونو له پاره یې دنده ترسره کړه. هغه شپږ میاشتې په عراق کې هم وو خو له پوځ سره یې د رسنیو په برخه کې کار کاوه. له پوځ څخه تر وتلو وروسته هغه د اوهایو او یل پوهنتونو کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې. وینس وروسته خپله رشته له حقوقو څخه تکنالوژي ته واړوله او بیا یې په کلفورنیا کې خپل شرکت هم پرانیست.

په یل پوهنتون کې هغه له خپلې اوسنۍ ښځې اوشا چیلولکوري سره معرفي شو او په ۲۰۱۴ کال کې یې له هغې سره واده وکړ. هغوی اوس دوه زامن او یوه لور لري.

وشا چیلولکوري، د امریکا متحده ایالاتو د لومړي مرستیال جي دي وینس میرمنانځور: Jeff Dean/AP/picture alliance

د ترامپ مخالف د هغه په ملاتړي بدل شو

د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې وینس هغه وخت مشهوره شو چې خپل کتاب یې خپور کړ. هغه په دې کتاب کې خپل د ژوند کیسه کړې وه چې په کې د هغو سیمو ستونزو ته اشاره شوې وه چې اوس له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. په همدې کال کې هغه په یوه مرکه کې ویلي وو چې ترمپ «نه شي منلی» نو ځکه په دې اړه چې د هغه وخت په ولسمشریزو ټاکنو کې پخوانۍ نوماندې هیلري کلنتون ته رایه ورکړي، فکر کوي. وینس دا هم ویلي وو چې د ترمپ پلویان هغه سپین پوستي امریکایان دي چې کار کوي او له فرهنګي لحاظه ځان کوښه شوی ګڼي او د راتلونکې په اړه خوشبینه نه دي.

د هغو کسانو په ډله کې چې د وینس د کتاب ستاینه یې کړې وه، امریکایي سوداګر پیتر تیل هم شامل وو. نیویارک ټایمز ویلي دي چې همدې کس بیا د ټرمپ او وینس تر منځ د لومړۍ غونډې زمینه برابره کړه چې په پایله کې یې ولسمشر ټرامپ دغه ځوان سیاستوال د خپل مرستیال په توګه وټاکه. له دې سره نو وینس په ۲۰۲۲ کال کې کله چې هغه د سنا له پاره نوماند وو له ترمپ سره د مخالفت په اړه هیڅ هم ونه ویل. هغه وتوانید چې د سنا په ټاکنو کې بریالی شي.

د امریکا متحده ایالاتو ټاکل شوی ولسمشر دونالد ټرمپ او مرستیال یې جي دي وینسانځور: Ben Gray/AP Photo/picture alliance

د کمپاین پر مهال جنجالونه

کله چې په ۲۰۲۱ کال کې ترمپ، جی دي وینس د خپل مرستیال نوماند په توګه معرفي کړ، نو د دغه سیاستوال یوه پخوانۍ مرکه رابرسیره شوه چې په کې یې ویلي وو چې امریکا متحده ایالات داسې یو هیواد دی چې د «بې ماشومه پشو لرونکو ښځو» له خوا اداره کیږي. د هغه پر دغو څرګندونو باندې سختې نیوکې وشوې.

وینس بیا وروسته په اوهایو ایالت کې دا ادعا هم وکړه چې د هایتي مهاجر په سپرینګفیلد کې د ځايي اوسیدونکو کورني سپي خوري. ترمپ هم وروسته دغه ادعا کړې وه چې ناسمه ثابته شوې ده.

اړوند مضمون: د امریکا ټاکنې څومره لګښت لري او څوک یې ورکوي؟

ایا وینس د جمهوري غوښتونکو د ګوند راتلونکې ده؟

که څه هم ترمپ به په راتلونکو کلونو کې د خبرونو سرلیک وي، خو ډیر شمیر کسان به وینس هم څاري چې د امریکایانو له پاره مهمو موضوعاتو په اړه کوم سیاستونه غوره کوي. د هغه موقف کیدای شي تر ترمپ وروسته د جمهوري غوښتونکو د ګوند د راتلونکې انځور وړاندې کړي.

بله موضوع چې وینس ته ډیر پام راګرځوي د دونالد ټرمپ زیات عمر دی. وینس کیدای شي په هغه صورت کې چې ۷۸ کلن ترمپ د دندې د پرمخ وړلو جوګه نه وي، د امریکا متحده ایالاتو چارې پرمخ یوسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب