وېستر وېله اسرائیل ته سفر کوي
۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبهاعلان
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ویستر ویله به د يکشنبې په ورځ اسرائیل او فلسطيني مناطقو ته سفر وکړي.
نوموړی به په يروشلم کې د اسرائيلي لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د دفاعي چارو د وزير ايهود باراک، سره وويني.
اټکل کيږي چې په دغه ملاقاتونو کې به د سوريې کړکیچ او د ايران اتومي پروگرام مهم موضوعات وي.
اسرائيل د ايران له اټومي پروگرام څخه ځان ته گواښ احساسوي. ویسټرویله به رم الله ته هم ولاړ شي چيري چي به هغه د فلسطيني لومړي وزير سلام فياض سره وويني.
د المان د بهرنيو چارو وزير د شنبې په ورځ اردن ته سفر کړی وو چيري چي هغه د سوريې د مهاجرو له يوه کېمپ څخه هم ليدنه وکړه. وېستر ویله د سوريې د مهاجرينو له پاره د دوه میليونو يورو مرستو اعلان هم کړی وو.