د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د فرورۍ ۲۷مه) یو نوی رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال په لومړيو نژدې دوو مياشتو کي تر اوسه پوري په افغانستان کې ۱۸۵۰۰ کسان خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
د رپوټ له مخي په اوسط ډول کابو هره ورځ ۳۸۵ افغانان پخپل هيواد کي بې ځایه کیږي.
په رپوټ کې د افغانستان له کابو ټولو سیمو څخه د اجباري بي ځایه کيدو خبره شوې ده، خو زیاتره کسان د افغانستان په ختیځ او لویدیځو سیمو کې بې ځایه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیر میلادي کال په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۴۶۰ زرو او په ۲۰۱۶م کال کې تر ۶۶۰۶۰۰ تنو اوښتی وو.
پر دې سربیره د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه هم افغانستان ته یو شمیر کډوال ستنیږي. په پام کې ده چې د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه له پاکستانه افغانستان ته پخپله خوښه د افغان مهاجرو د ستنیدو لړۍ پیل شي.
زموږ له آرشیف څخه:
په هرات کې له بيځايه شويو او اړمنو کورنیو سره مرستي
د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په لويديځ زون کې له ۵۰۰۰ کورنيو سره د ژمنيو مرستو لړۍ پيل کړې ده. هغوی ويلي دي چې سږکال په افغانستان کې۴۰۰ زره کورنۍ بې کوره شوي دي. انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د هرات د مهاجرو چارو اداره وايي چې په دغه ولايت کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا له بيځایه شويو او اړمنو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د چارواکو په وينا، په پام کې ده چي دسمبر مياشتې تر۳۱مې يا د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري په هرات کې پر۲ زرو او ۷۴۲ کورنيو باندي «نغدي» مرستې وويشل شي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran هري بيځايه شوي کورنۍ ته۲۰۰ امريکايي ډالره ورکول کیږي. ځيني کورنۍ چې دغه پيسې يې ترلاسه کړي دي، خوښي ښيي او وايي چې دغه مرستې به يې ژمنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره کړي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د نغدي مرستو ترڅنګ، هري اړمنې کورنۍ ته څلور شړۍ هم ورکړل شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د هرات ولايت د کډوالو او راستنيدونکو چارو ادارې مشر احمد جاويد نادم وايي چې دغه مرستې د ولايت مقام، د دوي ادارې او د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د استازو په حضور کې پر مستحقو کورنيو ويشل کيږي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د افغانستان په لوېديځ کې د (UNHCR) د دفتر استازی انجنير نیک محمد عظيمي وايې چې د دغه سازمان مرستې د هرات، غور، فراه او بادغيس ولايتونو ۵ زره او ۱۴۱ بيځايه شويو کورنیو سره ترسره کيږي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د ملګرو ملتونو د تازه رپوټ پر اساس، د روان ميلادي کال له پيله، په افغانستان کې څه باندې۴۰۰ زره کورنۍ د جګړو او ناامنيو له وجې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي دفتر ویلي دي، چې د ژمې سوړ موسم بيځايه شوې کورنۍ له ډيرو سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د ملګرو ملتونو ويلي دي چې يوازې تيره اوونۍ په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۳۰۰کورنۍ دې ته اړي شوي دي چې له خپلو سيمو ووځي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran حاضردمه د هرات ولايت د داخلي بيځايه شويو کورنيو په کمپ کې تر۶۰ زرو زياتې کورنۍ په يو سخت او ناسم وضعيت کې ژوند کوي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د افغانستان په ختيځ کې د دغې دورې مرستې په ټوليزه توګه د يو ميليون او ۵۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د روان میلادي کال تر پايه پوري به په افغانستان کې د داخلي بي ځایه شويو کورنيو شمير تر۴۵۰ زرو پوري ورسيږي. هرات چې په لويديځ کې يو څه امن ولايت دی د مختلفو ولايتونو څخه بې ځايه شوې کورنۍ ور کډه شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran د ټولنيزو چارو کارپوه محمد انور متين وايي چې د دولت، ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا هڅې روانې دي، څو هغو بيځایه شويو کورنيو ته چې غواړي بيرته خپلو سيمو ته ستنې شي، د تلو شرايط برابر کړي. متين دغه راز وویل چې هغه کورنۍ چې د دلايلو له مخې نه شي کولاي خپلو سيمو ته بيرته ستنې شي، د هغو له پاره هم په ټولنه کې د ښو امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې ادامه لري.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran