يوناما: د دولتي کارکوونکو مرگ ژوبله زياته سوې
۱۳۹۱ اسفند ۱, سهشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتو ادارې (UNAMA) په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې پر دولتي ملکي کارکوونکو باندي د یاغیانو بریدونه تیر کال خواشینوونکي ول. د دې رپوټ په حواله په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په جګړه کې ټولټال ۲۷۵۴ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیره د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۱۲سلنه کموالی ښيي.
د (UNAMA) په رپوټ کې راغلي دي: «که څه هم په ۲۰۱۲ کال کې په ټول افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه راکښته شوې ده، خو بیا هم د افغان دولت وسله والو مخالفینو پر ملکي وګړو باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی، پرته له دې چې د انسان ژوند ته اهمیت قایل شي.»
په ۲۰۱۲ کال کې د دولت پلوي کسانو په منځ کې چې پکې دولتي کارکوونکي، دیني علما، سیمه ییز مشران او د سولي د بهیر کسان شامل دي، د تلفاتو کچه ۱۰۸سلنه لوړه شوې ده. په دې کال کې د دولت پلوو وژل شویو ملکي کسانو شمیر ۱۰۷۷ تنو ته رسیدلی دی.
په رپوټ کې راغلي دي: «له دې سره، د دولت د ملکي کارکوونکو په منځ کې د مرګ ژوبلې کچه ۷۰۰ سلنه لوړه شوې ده.» رپوټ زیاته کړې ده چې په دې منځ کې د دولت پر ښځینه کارکوونکو باندي د بریدونو په کچه کې هم د پام وړ لوړوالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په دغه کلني رپوټ کې د لغمان ولایت د ښځو چارو د مشرې او د هغې د مرستیالې وژني ته په خاصه توګه اشاره شوې ده.
د دغه رپوټ په حواله د افغانستان په جګړه کې د ۸۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو باندي اچول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او ناټو د ۱۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر غاړه لري.
UNAMA ویلي دي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمیدو یو لامل د ناټو په هوایي بریدونو کې د لا ډیرو تدابیرو تر لاس لاندې نیول دي. په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه ښاي د یوناما د وروستي رپوټ هرکلی وکړي، ځکه پر دغو ځواکونو باندې ډیر وخت د ملکي تلفاتو له کبله سختي نیوکې کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم د ناټو په یوه هوایي برید کې د ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي ووژل شول. تر دې پېښې وروسته ولسمشر کرزي اعلان وکړ چې تر دې وروسته به هیڅ یو افغان پوځي د دې اجازه و نه لري چې پر کلیو او بانډو باندې د هوایي بریدونو په موخه له ناټو ځواکونو څخه مرسته وغواړي.