يوناما يووار بيا په افغانستان کي د اوربند غوښتنه کړې
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سهشنبه![Symbolbild UNAMA Logo](https://static.dw.com/image/16052293_800.webp)
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ماموريت (يوناما) مشري ديبورا ليونز د سه شنبې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي: «زه د جگړې د درولو او هغه بشردوستانه قانون د دراناوي غوښتنه کوم چي د ملکي وگړو ساتنه کوي.»
يوناما په اپريل مياشت کي د تاوتريخوالي او ملکي تلفاتو د ډيرښت په اړه شکايت کړی دی. د دوی په حواله په اپريل مياشت کي د ۲۰۸ ملکيانو د وژل کيدو مسئوليت د طالبانو او ۱۷۲ کسانو دا د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه دی.
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ماموريت (يوناما) د معلوماتو له مخي د تيرکال دغه وخت ته په کتو سره سږکال په اپريل مياشت کي د ملکي وکړو تلفات تر هغه ډير زیات سوي دي.
يوناما په افغانستان کي د داعش له خوا بريدونو د ډيريدو په اړه هم انديښنه ښوولې ده.
تيره اوونۍ په ننگرهار کي د جنازې په مراسيمو کي د چاودني پړه داعش ډلي پر غاړه واخيسته. خو په کابل کي د يوه روغتون د زېږنتون پر څانگه باندي د بريد پړه نه وسله والو طالبانو او نه هم داعش منلې ده.
افغان حکومت په کابل کي پر روغتون د بريد پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او ولسمشر غني تر دغه بريد وروسته د طالبانو پر وړاندي د تعرضي عملياتو د پيل اعلان وکړ.
خو وسله والو طالبانو پر روغتون بريد رد کړ او د افغان امنيتي ځواکونو د تعرضي عملياتو پر وړاندي ئې د هر ډول تياري خبر ورکړ.
په دې منځ کي بيا د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د افغانستان له پاره د دغه هيواد ځانگړی استازی زلمی خليلزاد د طالبانو له استازو سره د ملاقات له پاره دوحې ته تللی، څو په افغانستان کي تاوترخوالی لږ او د سولي په خبرو اترو کي پرمختگ وسي. خليلزاد به تر دوحې وروسته کابل ته سفر وکړي.
(n.z/b.s(Reuters,dpa