1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهیونان

يونان ته په سلګونو مهاجر رسېدلي دي

۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبه

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۹ کډوال په کښتیو کې د یونان ټاپوګانو ته رسېدلي چې له امله ېې د دغو ټاپوګانو کمپونه ډک شوې دي. د یونان ساحلي ګارد ویلي، چې دغه کډوالو له ترکیې څخه حرکت کړی وو.

آرشیف: په یونان کې هغه کډوال چې یوه کمپ ته وړل شوې
آرشیف: په یونان کې هغه کډوال چې یوه کمپ ته وړل شوېانځور: John Liakos/InTime News/AP Photo/picture alliance

څه باندي ۲۳۹ کډوال د سې شنبې او چهار شنبې په شپه د اژې او مدیترانې بحیرې له ټاپوګانو سره نږدې د ساحلي ساتونکو لاس ته لویدلې او یا هم تیریدونکو کښتیو ژغورلي دي.

له دغو کډوالو څخه ۹۰ ېې د پلوپونز ټاپو په جنوب کې ژغورل شوي او خوندي سیمې ته لیږدول شوي دي. دې کډوالو وار له مخې د بیړني حالات سیګنال لیږلی وو.

د یونان ساحلي ګارد د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کریت په سویلي ټاپو کې یې ۲۲ کډوال موندلي دي. نور ۱۲۷ کسان د سیمي او لیسبوس ټاپو ته نږدې ساحلي ساتونکو نيولي دي.

د یونان راډیو ټلویزیون د دغه هېواد د ساحلي ساتونکوله قوله راپور ورکړی، چې ظاهراً دغو ټولو کډوالو له ترکیې څخه خپل سمندري سفر پیل کړی وو.

په عین حال کې، په ختیځ ټاپوګانو کې د راجستریشن کمپونه د نويو راغلو کډوالو د ډیر شمیر له امله په بشپړ ډول ډک شوې.

یونان، سرحدي سیمهانځور: DW/M.Karakoulaki

د یونان د کډوالو وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د اکټوبر مياشتي پر لومړۍ نیټه ۱۴۹۸۳ کډوال د لیسبوس، خیوس، لیروس او کاس ټاپوګانو ته رسیدلي خو بل پلو یاد کمپونه یوازي د ۱۳۵۸۶ کسانو د اوسیدو ظرفیت لري.

د ۲۰۲۳م کال د جنوري مياشتي پر لومړۍ نېټه په دغو کمپونو کې ۴۴۰۰ کډوال اوسېدل.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم د پناه غوښتونکومخ په زیاتیدونکي شمیر خبر ورکړی دی. د روان کال د اکټوبر مياشتي تر لومړۍ نیټې پورې ۳۰۸۲۰ کسان له ترکیې څخه یونان ته د ځمکې یا سمندر له لارې رسیدلي دي.

په ټولیز ډول تېر کال شاوخوا ۱۸۷۰۰ کسان په ناقانونه توګه دې هېواد ته داخل شوي دی. د یونان سرحدي ځواکونه په دې باور دي چې ښايي دغیر راجستر شویو کډوالوشمیر تر دې هم زیات وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب