د آلمان خبري آژانس د يونان د مهاجرو د وزير نيتوس ميتاراکيس، په حواله ليکلي چي «د ساموس په کمپ کي حالت ډير خراب دى او له همدې کبله ښايي وتړل سي».
هغه له دغه کمپ څخه چي د ساموس د ټاپو په مرکز د واتي ښار په لوړه کي موقعيت لري، تر ليدني وروسته په يونان کي د «اى آر تى» تلويزيوني شبكې ته وويل چي د دغه ښار په اووه کيلومتري کي يو بل کمپ د جوړيدو په حال کي دى.
په تيرو دوو ورځو کي په دغه کمپ کي د اورلګيدنې شکمنې پیښې رامنځته سوې چي د دغه کمپ په سلهاوو مهاجر يې بې سرپنا کړي دي. اورلګيدنو د مهاجرو په لسهاوو خيمې وسوځولې، او د هغوى په لاس جوړ سوو سرپناوو او کانتينرونو ته هم سخت زيان ورسيد.
چارواکو ويلي دي چي کمپ ته په قصدي ډول اور اچول سوى او پوليسو د همدې پيښې په تړاو ۲۲ مهاجر ونيول. شکمن کسان به د جنايي اعمالو په تور محکمې ته وړاندي سي. څارونکي په دې باور دي چي دغه اورلګيدنه قصدي وه او هدف يې پر يوناني چارواكو باندي فشار راوستل وو چي هغوى د يونان دننه ته انتقال کړي.
په موریا مهاجر کمپ کې د مهاجرو ناخوال وضعیت
په دغه ټاپو کي د رضاکارو مرستندويانو له خوا يوه رپوټ هم دې خبري ته اشاره كړې چي دغه دوې اورلګيدنې ښايي د افغان او افريقايي مهاجرو ترمنځ وروستۍ شخړي پورې اړه ولري.
د ساموس په ټاپو کي د مهاجرو دغه کمپ چي واتى نوميږي له مهاجرو سخت ډک دى او ۶۸۰۰ کسانو ته يې دننه او دباندى ځاى ورکړى چي د هغوی شمير د نوموړي کمپ د ظرفيت په پرتله لس برابره زیات دى.
د یونان په نورو ټاپوګانو لکه لسبوس، کاس، لروس او خیوس کي هم د ساموس ټاپو ته ورته او یا هم تر هغه لا سخت وضیعت حاکم دی.
زموږ له آرشیف څخه:
د یونان ساموس ټاپو ته ورځ تر بلې ډیر افغان مهاجر رسيږي
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي چې په دې ورستيو کې د يونان په ساموس ټاپو کې د افغان مهاجرو شمير لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي د ساموس کمپ د مهاجرو ۳۷ سلنه افغانان دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiد يونان په ساموس جزيره کې د مهاجرو شمير د کمپ له اصلي وړتيا څخه ډير لوړ دی. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يو چارواکی وايي چې په دغه مرکز وضعيت کړکيچن دی.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiد ساموس ښاروال انکلو پولوس له دې امله چې په ساموس کمپ کې د مهاجرو شمير د دغه ټاپو د اوسيدونکو په پرتله ډير دي، د دغه کمپ د تړلو غوښتنه يې کړې ده.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiتر۴۰۰۰ زيات کسان په داسي ځای کې ژوند کوي چې هغه ځای په اصل کې د ۷۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی. ۲۰۰۰ کسان يوازي په داسې خيمو کې ژوند کوي چې دوی په خپله ځان ته درولي دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiد قانون له مخې له ترکيې څخه يونان ته رسيدلي مهاجر بايد د يونان په کمپونو کې خپل پناه غوښتنلیکونه وسپاري. خو په کمپونو کې د مهاجرو ډير رش د دې لامل شوی چې مهاجر د پناه غوښتنې ځواب ته ډير وخت په انتظار کې تير کړي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiپه ساموس کې حکومتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي وايي چې په ورستيو کلونو کې دغه ټاپو ته د ورتلونکو سيلانيانو په شمير کې ډير کمښت راغلی دی.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiماشومانو له پاره د ساتيرۍ پروګرامونه
په ساموس کمپ کې ډيري ښځي او ماشومان په سخت وضعيت کې خپل ژوند تيروي. په دغه کمپ کې د رضاکارانو يو سازمان د ماشومانو له پاره د ساتيري پروګرامونه جوړوي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiکمپ ته په تازه رسيدلو مهاجرو کې ۳۷ سلنه يې افغانان، ۲۰ سلنه عراقي، ۱۴ سلنه سوريايي او ۸ سلنه يې د کامرون مهاجر دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiزین الله محمدي د خپلي ميندواره ميرمنې او درو ماشومانو سره له غزني څخه يونان ته ځان رسولی دی. هغه اوس په يوه خيمه کې ژوند کوي. هغه د پښو او ملا له درده رنځ وړي. محمدي وايي چې تیره اوونۍ چې باران وريده خیمه يې له اوبو ډکه شوه.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiدغه ماشوم په سيند کې زيږيدلی دی
دغه مور وايي چې ماشوم يې د مهاجرت پر لاره په سيند کې په يوه کښتۍ کې زېږولی دی. د دغې ښځې په خبره په کښتۍ کې روغتيايي اسانتياوې نه وې.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi