یونان غواړي په دغه هيواد کي د مېشتو پناه غوښتونکو شمېرې درستي کړي. په دې تړاو د آلمان د کورنيو چارو وزارت معلومات ورکړي دي.
اعلان
آلمانۍ ورځپاڼي «ولېټ ام زونټاګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي يونان غواړي پکښي د موجود پناه غوښتونکو رسمي شمېرې درستي کړي. د ورځپاڼي د راپور له مخي په دې تړاو د آلمان د کورنيو چارو وزارت معلومات ورکړي دي. زياته سوې چي په يونان کي د مهاجرو د شمېرو په تړاو د آلمان د کورنيو چارو له وزارت څخه پوښتنه سوې وه چي په جواب کي يې دغه معلومات وړاندي کړي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي چي د يونان حکومت د روان کال په سپتمبر مياشت کي هوډ کړی ؤ چي پر ټاپاګانو علاوه په یونان کي د موجودو پناه غوښتونکو او مهاجرو شمېرې به له سره وارزوي. خو يونان په دې تړاو پوښتنو ته جواب نه دی ويلی.
د ورځپاڼي د راپور له مخي په يونان کي ښايي تر هغه اندازې ډېر لږ مهاجر وي لکه تر اوسه پوري چي يې په رسمي توګه په هکله معلومات ورکړل سوي دي. د يونان د حکومت د دغو رسمي شمېرو له مخي تقريبا ۶۲ زره مهاجر په دغه هيواد کي مجود دي. د پناه غوښتونکو د ملاتړ له پاره د ملګرو ملتونو اداره يونيسيف وايي چي په دغه هيواد کي له ۴۴ زرو مهاجرو سره کومک کوي.
له بله اړخه د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چي اوس هم ګڼ شمېر پناه غوښتونکي د يونان له لاري آلمان ته راځي او په آلمان کي د پناه غوښتنه کوي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د وياندي په وينا اوس هم هره مياشت تقريبا ۱۵ زره پناه غوښتونکي آلمان ته راځي چي پکښي زيات يې د بالکان هيوادونو له لاري راځي.
زموږ له ارشيف څخه:
يونان، ايتاليا او هسپانيا ته څومره مهاجر رسيدلي دي؟
له ۲۰۱۵ څخه د ۲۰۱۷م تر وروستۍ نيمايي پوري يونان، ايتاليا او هسپانیا ته ډیر مهاجر رسېدلي دي. په دغه انځوريز رپوت کې به په هرکال کې د رسيدلو مهاجرو شمير او د افغانستان په ګډون لس هغه هيوادونه چي ډير وگړي يې مهاجر شوي.