1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسربستان

يونان ـ په «خطرناکو موادو»بار الوتکه لوېدلې ده

۱۴۰۱ تیر ۲۶, یکشنبه

یوه الوتکه چې مهمات پکې بار وو د یونان په فضا کې یې اور واخسیت او څو دقیقې وروسته د استوګنې له یوې سیمې څخه څو سوه متره لرې په یوه کرونده کې ولوېده.

Griechenland | Flugzeugabsturz in Kavala
انځور: Giannis Papanikos/AP/picture alliance

 

دغه الوتکه چې بنګله دیش ته روانه وه اته کارکوونکي یې وژل شوي دي. ياده  اوکرایني «انتونوف» ډوله الوتکه چې ۵۱ کاله مخکې جوړه شوې وه  د شنبې په شپه د یونان په شمالي ښار کاوالا کې ولوېده.

په ورته وخت کې  د اوکراین هوايي شرکت «میریډیان» تایید کړې چې په الوتکه کې  له اتو تنو سپرو کسانو یو هم ژوندی نه دی پاتې 

د زهرجن لوګي له امله د پېښې ځای ته څېرمه له اوسېدونکو غوښتل شوي چې د خپلو کورونو کړکۍ دې بندې وساتي او کولرونه فعال نه کړي .

دا لا څرګنده نه ده چې دا زهرجن مواد څه دي، خو  په الوتکه کې د مهماتو او وسلو خبر هم ورکړل شوی، ځکه چې له غورځېدو وروسته د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په الوتکه کې ۱۱.۵ ټنه مهمات بار وو

د صربیا د دفاع وزیر نیبوجا سټیفانوویچ په بلګراد کې خبریالانو ته ویلي چې الوتکې هغه  هاوانونه لیږدول چې په سربیا کې تولیدیږي.

نوموړي د رسنیو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې «انتونوف» الوتکې اوکراین ته د صربستان  وسلې لېږدولې.

 د دغه صربیايي چارواکي په وینا، دغې الوتکې بنګله دېش ته د بار وړونکو توکو د لېږدولو ټول اړین جوازونه درلودل.

د صربیا د دفاع وزیر زیاته کړه چې دغه تجهیزات د شنبې په شپه د صربیا د نیس ښار په هوايي ډګر کې بار شوي و او بیا الوتکې په حرکت پیل وکړ.

 ټاکل شوې وه دغه  الوتکه په اردن او سعودي عربستان کې د لنډمهال لپاره دمه وکړي.

نيپال: د لوېدلي مسافر وړونکي الوتکي ټوټې وموندل سوې

پیلوټ د یونان په هوايي حریم کې د الوتکې د انجن په برخه کې د ستونزې خبر ورکړی و  او د کاوالا ښار په هوايي ډګر کې یې د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه، خو الوتکې  له اتو مسافرو سره ونه شوای کړای په ځمکه کیني او له هوايي ډګر څخه څلوېښت کیلومتره لیرې نسکوره شوه.

د پیلوچوري په کلي کې د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې دا د لوی خوشبختۍ خبره وه، چې الوتکه  په استوګنیزه سیمه کې ونه لویده او له کورنو څخه تیره شوه.

الوتکې د غورځیدو پر مهال د برېښنا ستنې ویجاړې کړي او نږدې کلي هم په موقتي ډول له برېښنا بې برخې شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل