د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه دغه کسان چې د خولې او پزې ماسکونه یې اچولي ول، په پيرياوس بندر کې له کښتيو ښکته شول.
لومړی هغوی د ليسبوس ټاپو ميتليني سيمې ته په بسونو کې چې د حفظ الصحې د مقرراتو د مراعتولو په موخه نيم ډک ول، ورسول شول. له دغه ځايه هغوی په دوو کښتيو کې تر سفر وروسته بالاخره پلازمينې ته څېرمه د پيرياوس بندر ته ورسيدل. د رسنیو په حواله به نور سل تنه مهاجرين د سه شنبې په ورځ انتقال کړل شي.
زاړه، ناروغ او کورنۍ
په اتن کې د مهاجرت وزارت د کړيو له خوا ويل شوي چې په تیره بيا زاړه او ناروغان او همدا زار کورنۍ وچې ته انتقال کړل شوي دي. دا مهاجر به اوس پر ټول يونان ویشل کيږي او په کرایه شويو هوټلونو، اپارتمانانو او کمپونو کې به ورته ځای ور کړل شي.
څو اوونۍ تر مخه هم چارواکو په سونه مهاجر په ټاپو کې د پراته دغه کمپ څخه وچې ته انتقال کړي ول. له ترکیې څخه د راتلونکو مهاجرو په شمير کې کمښت او د له دې ځایه د مهاجرو د انتقال له کبله اوس په دې ټاپوگانو کې د اوسيدونکو مهاجر شمیر چې په مارچ کې ۴۲ زره ۳۰۰ وو، د مي په پيل کې ۳۸ زره ۳۰۰ ته راټيټ شوی دی.
خو اوس هم په اصل کې د ۶۰۰۰ تر ۷۰۰۰ کسانو له پاره په نظر کې نيول شوي دا کمپونه تر حده ډېر ډک دي.
«موږ مو کوويد ۱۹ ناروغۍ ته پريښي يو»
د کرونا وبا تر شيوع وروسته د لیسبوس، خيوس، ليروس، او کيوس په کمپونو کې کنترول لا پسې کلک شوی وو. مهاجر يوازې د پوليسو له خوا د اجازې د ترلاسه کولو وروسته له کمپونو څخه وتلی شول.
کابو دوې اوونۍ تر مخه په سونه مهاجرو موريا کمپ ته د داخليدو لاره وتړله. هغوی لوحې پورته کړې چې پرې ليکل شوي ول: «آزادي د ټولو له پاره. موږ مو کوويد ۱۹ ته پريښي يو.» تر دې احتجاج يو څو ورځې تر مخه د يونان په يو شمير کمپونو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې وې. دا لاگرونه بيا قرنطين کړل شول.
bs/awa (dpa,afp,ard)
زموږ له آرشيف څخه:
د یونان په موریا کمپ کې د مهاجرو ورځنې ژوند ـ انځورونه
مرستندویه سازمانونو په پرله پسې ډول د یونان د ټاپوګانو په مزدحمو کمپونو کې د پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده. د یونان په لیسبوس ټاپو کې د موریا کمپ دننه د ورځني ژوند انځورونه په دغه راپور کي کتلای شئ:
انځور: DW/A. Carassavaد یونان ټاپوګانو په کمپونو کې افغان مهاجر
د یونان په موریا کمپ کې یو شمیر افغان مهاجر هم ژوند کوي. د ملګرو ملتونو سازمان په وینا همدا اوس د لیسبوس، خیوس، ساموس، کاس او لیروس په کمپونو کې تر ۳۶۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي ژوند کوي، خو دغه کمپونه یوازې د ۵۴۰۰ تنو د ځایولو ګنجایش لري.
انځور: DW/A. Carassavaد یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو د ماشومانو وضعیت
د «ماشومانو کلی» په نوم د اس او اس مرستندویه سازمان د معلوماتو په اساس د یونان په ټاپوګانو کې چې ۲۱۰ زره نفوس لري، په مجموع کې شاوخوا ۴۲ زره پناه غوښتونکي ژوند کوي. یو پر دریمه برخه د دغو مهاجرو ماشومان تشکیلوي چې ۶۰ سلنه ېې تر ۱۲ کلنې د کم عمر درلودونکي دي. نږدې نیمايي د دغو مهاجرو افغانان دي او پاتې نیمایې یې له سوریې او سومالیې هیوادونو څخه هلته ورغلي دي.
انځور: DW/A. Carassava
د روغتیا ناورین ډوله شرایط
مرستندویه سازمانونو په ځانګړي توګه د موریا په کمپ کې وضعیت ډیر د انديښنې وړ بللی دی. د مرستندویه سازمانونو په خبره دغه کمپ د ۳۰۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی، خو دلته نږدې ۲۰ زره کسان تر ناورین زیږونکو روغتیایي شرایطو لاندې ژوند کوي.
انځور: A. Carassava/DWد ژمې سړې هوا وضعه لا پسې خرابه کړې ده. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په حواله په زرګونو کسان د ژمې په سړه هوا کې په کوچنیو او نامساعدو خیمو کې ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Tzortzinisډیري مهاجر انديښمن دي چې ډیر ژر به دوی ترکیې او یا هم خپلو اصلي هیوادونو ته واستول شي. د یونان حکومت د روان کال له پيل راهیسې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې بهیر ګړندی کړی دی. دغه هیواد هره اونۍ په لسګونو مهاجر بیرته ترکیې ته اخراجوي.
انځور: DW/A. Carassava