يونان؛ په يوه ترافیکي پېښه کې ۱۵ مهاجرو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۰ آبان ۲۸, جمعهد یونان پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې دغه موټر چې پکې ۱۵ مهاجر سپاره ول د دغه هيواد په شمال کې د تسالونیکي ښار پر لور د حرکت په حال کې وو.
د پولیسو په خبره دغه موټر په ډیر سرعت سره د حرکت په حال کې وو او کله چې موټر چلوونکي غوښتل له عمومي لارې ووځي، کنترول یې له لاسه ورکړ او په یوه تم ځای کې له کانتینرونو سره وجنګید.
د پولیسو په خبره د دغه ترافیکي پېښې په ټپیانو کې څلور پاکستانیان، یو افغان، دوه نیپالیان او موټروان شامل دی. پولیس په دې نظر دي چې موټر چلوونکی احتمالا قاچاقبر وو. ټپیان د یونان په شمال ختیځ کې د زانتي او کموتیني ښارونو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
په مړو شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده. د پولیسو په خبره لا تر اوسه پوري لا په پېښه کې د مړو شوو کسانو هویت معلوم نه دی.
یونان د غیرقانوني مهاجرت په یوه مشهور مسیر کې قرار لري او هغه مهاجر چې په آسیا، منځني ختیځ او افریقا کې له بې وزلۍ او شخړو تېښته کوي، هڅه کوي چې د یونان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.
مهاجر زیاتره وخت له لنډې خو خطرناکي سمندري لارې کار اخلي، څو د ترکیې له سواحلو د یوان ټاپوګانو ته ورسیږي. ځینې یې بیا هڅه کوي چې د ترکیې او یونان تر منځ د ځمکني سرحد څخه چې سخت څارل کیږي تیر شي.