1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان کې د مهاجرو ماشومانو شمير لوړ شوی

۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبه

په يونان کې د مهاجرو ماشومانو شمير لوړ شوی او کمپونه په بد وضعيت کې دي. مرستندوی سازمانونه خبرداری ورکوي او وايي چې په ځانګړې توګه ماشومان بايد پرته له ځنډه د يونان له ټاپوګانو څخه وچې ته وښکل شي.

Lesbos Minderjähriger Flüchtlinge
انځور: Imago/Zuma

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه سازمان، يونيسف، د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ مياشتې څخه نيولې تر اګښت مياشتې پورې د يونان په ټاپوګانو کې نژدې ۷۰۰۰ ماشوم مهاجر او تنکي ځوانان راجستر کړي دي .په دې ترتيب هره مياشت ۸۵۰ تنه زیرسن مهاجر د آژه سمندر دغو ټاپوګانو ته رسيدلي دي. له دغو مهاجرو څخه ډيری ېې له ترکيې څخه د آژه سمندرګي دغو ټاپوګانو ته رسيدلي دي.

د آلمان په کلن ښار کې د يونسف ادارې دفتر وايي چې دغه ارقام ښيي چې د تيرکال همدې مودې په پرتله د کم سن مهاجرو په شمير کې ۳۲ سلنه ډيروالی رامنځ ته شوی دی.

د يونيسف د رپوټ په حواله، د مهاجرو شمير په ډيريدو سره په يو وخت کې، په کمپونو کې د ژوندانه وضعيت هم لا سخت او خطرناک شوی دی. د يونیسف په رپوټ کې راغلي: «اټکل کيږي چې د يونان په ټاپوګانو کې د موجوده شاوخوا ۲۰ زره او ۵۰۰ مهاجرو له ډلې څخه چې په هغو کې څه باندې ۵۰۰۰ يې ماشومان دي، ۸۰ سلنې ته يې د نوم ليکنې په لمړنيو او موقتي مرکزونو کې هستوګنځايونه ورکړل شوي خو دغه هستوګنځايونه غير صحي او له ګڼې ګوڼې ډک دي.

د کمپونو ناوړه او ناپاک ماحول

په ځينو ځایونو کې له يوه تشناب څخه تر ۷۰ پورې کسان کار اخلي. دغه کار په کمپ کې د بدبويۍ او نلونو د بنديدو لامل واقع کیږي چې د مهاجرو ژوند يې ستونزمن کړی دی.

په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د مويرا کمپ يو برخهانځور: picture-alliance/N. Economou

يونيسف ليکي چې د يونان د قانون له مخې، مهاجر بايد په دغو کمپونو کې تر لوړ حد ۲۵ ورځو پورې وساتل شي، تر څو يې په دغې موده کې د استقبال او ثبتونې چارې تر سره شوي وي. خو دغه اداره وايي: «ځينې ماشومان له يو کال څخه ډيره موده کيږي چې په دغو د ګڼې ګوڼې ډګ هستوګنې په ځايونو کې چې لازم تجهيزات هم نلري، ژوند کوي.»

په يونيسف اداره کې د يونان د چارو مسئوله، لوسیو ملاندری، وايي چې ټول پناه غوښتونکي، په ځانګړې توګه ماشومان بايد پرته له ځنډه د يونان له ټاپوګانو څخه وچې ته وښکل شي. هغې ټينګار وکړ چې مهاجر بايد په مناسبو ځايونو کې هستوګن کړل شي همدا رنګه روغتيايي مرستو ته لاسرسی او د حقوقو څخه يې د ملاتړ يو مرجع ولري.

لږ ځای، ډير خلک

د يونيسف د رپوټ په حواله، د يونان د لسبوس ټاپو په«مويرا» کمپ کې له ۹۰۰۰ څخه ډير کسان ژوند کوي، په داسې حال کې چې دغه ځای يوازې د ۳۱۰۰ تنو له پاره جوړ شوی دي.

د بي پولې داکترانو سازمان د رپوټ له مخې په مويرا کمپ کې وضعيت تر ډيره حده خراب دی. نژدې يو په څلورمه برخه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو چې دغه سازمان سره يې روغتيايي مرکې کړي دي، رواني ستونزې لري او حتې د ځانوژنې خطر په معرض کې قرار لري.

په يونان کې د دغه سازمان له مسئولان څخه دکلان باري وايي: «دغه ماشومان له هغو هيوادونو څخه راغلي چې جګړه په کې حاکمه ده چې له امله يې دوی شديد تاوتريخوالي او روحي ګوزارونه ليدلي دي.»

په کمپونو کې له يوه تشناب څخه تر ۷۰ پورې کسان کار اخليانځور: picture-alliance/N. Economou

د ناروغيو خطر او لږ امکانات

د باري په وينا، دغه ماشومان دلته په موقتي هستوګنځايونو کې هم د ويرې، فشار او تاوتريخوالو سره مخ دي. سربيره پر دې د دوي د ناروغيدو امکان هم ډير ليدل کيږي. ډيري ماشومان د جلدي او اسهال ناروغيو څخه رنځ وړي.

د اکسفام مرستندويه سازمان هم د دغو مرکزونو پر وضعيت نيوکه کړې ده. د دغه سازمان په وينا د مهاجرو د پزيزش په مرکزونو کې د انسانانو لمړني حقونه په شديده توګه محدوديږي. مهاجر په کافي اندازه پاکو اوبو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. دغه خطر په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې ګواښي او د تاوتريخوالو او غلطې استفادې قرباني ګرځي.

له همدې امله، اکسفام د مهاجرو د ثبتونې د نوو مرکزونو د جوړيدو خبرداری ورکوي او وايي چې د اروپا د مهاجرت سياست بايد اصلاح شي.

مهاجرت پر موضوع زمونږ له آرشيف څخه يو انځور:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب