د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې خوارځواکۍ د روان کال له پېل راهيسې نور ۲۶۰ زره ماشومان اغیزمن کړي دي.
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې لا دمخه ۸ ميليونه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د سختې خوارځواکۍ له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.
زياته شوې چې د دې ماشومانو زياتره یې په ۱۵ هغو هيوادونو کې دي چې د خوراکي توکو او دارو درملو له شديد کمښت سره مخامخ دي. له دې بحران سره په مخامخ هېوادونو کې افغانستان، ايتوپيا، هايتي او يمن هم شامل دي.
خوارځواکي د بدن د معافيتي سيسټم د کمروزي کیدو باعث ګرځي چې دا په هغو ماشومانو کې چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د مرګ خطر د ښو تغذيه شويو ماشومانو په پرتله ۱۱ چنده زياتوي.
مرستندويه سازمانونه: په افغانستان کې د سينه بغل ناروغي ډېره شوې
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په رپوټ کې راغلي دي چې خوارځواکۍ د ۲۰۲۲م کال له پېل راهيسې ۲۶۰ زره نور ماشومانو هم اغیزمن کړي دي. زياته شوې ده چې د اوکراين د جګړې او د پرله پسې وچکالۍ له کبله چې د اقليم بدلون یې لامل دی، د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي دي.
رپوټ وايي چې پر اقتصاد د کوويد – ۱۹ وبا اغیزې هم د دې لامل شوي چې په ماشومانو کې خوارځواکي ډېره شي.
«نور وخت له لاسه نه شو ورکولی»
یونيسف وايي چې د دغه بحران سره د مبارزې له پاره د مرستې د ۱،۲ ميلياردو ډالرو يوې بستې ته په عاجله توګه اړتيا ده. د يونيسف اجرائيوي مشرې کاترين رسل، وويل چې د نړۍ اوه مخکښ هيوادونه به ډېر ژر د «جي ۷» «د وزيرانو په کچه غونډه کې د ګډون له پاره په آلمان کې سره راټول شي او دغه هيوادونه د دې ماشومانو د ژغورنې له پاره يوه نادره موقع په لاس کې لري.»
هغې وويل: «د ضايع کولو له پاره نور وخت نه لرو. د قحطۍ اعلان ته انتظار په دې معنا ده چې د دې ماشومانو مړینې ته انتظار وشي.»
ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
نری رنځ څه ډول ناروغي ده؟
د روغتيا په برخه کې نری رنځ يا توبرکلوز په نړۍ کي يوه اساسي ستونزه ده. دا څه ډول ناروغي ده او تر ډيره په کومو هيوادونو کي سته؟ انځوريز راپور. انځور: picture-alliance/BSIP/C. James د دغي ناروغۍ عمومي نخښي دا دي چي له ټوخی سره خلط ملگری وي او په خلط کي لږ وينه هم وي، د سينې قفس يې درد کوي، ضعف باندي راځي، وزن بايلي، تبه يې کيږي او ريږدي او د خوب پرمهال خولې کوي. د نري رنځ ناروغي د هوا له لاري له يو کس څخه بل ته انتقالیږي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/F. Bachmeister کوم کسان په نري رنځ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ وي؟ د خوراک کمښت يا خوارځواکي، خراب روغتيايي شرايط، رواني فشار، سختي ناروغۍ لکه اچ آی وي او ايدز يا حتی د شکري ناروغي هم د بدن د معافيت سيستم کمزوری کوي او په نري رنځ اخته کېدو ته لاري پرانيزي.
انځور: picture-alliance/dpa نری رنځ په کومو هيواونو کي ډير دی؟ د نري رنځ ناروغي په ټولو هيوادونو کي سته. د روغتيا نړیوال سازمان د کارپوهانو د ارزوني له مخي په دغي ناروغۍ د نوو اخته سوو کسانو۵۶سلنه يوازي په شپږو هيوادونو کي دي: هند، اندونيزيا، چين، نايجريا، فليپين او پاکستان. په يادي ناروغۍ د نوو اخته سوو ۱۰،۴ ميليونو کسانو له ډلي څخه په سلو کي ۴۵ يې په جنوبي آسيا او په سلو کي ۲۵ يې په افريقا کي دي.
انځور: DW/B. Das پر نری رنځ ناروغۍ د غلبې لار څه ده؟ د نري رنځ ناروغۍ له اپيدمۍ سره مبارزه او موثره شېوې واکسين او د ناروغۍ تشخيص او درملنه ده. په دې خاطر نو په ځانگړې توگه بيا د دغي ناروغۍ له پاره د واکسین په برخه کې ډيره پانگونه اړينه ده. د دغي ناروغۍ له پاره واکسين نژدې سل کاله مخکي جوړ سوی دی. له ۱۹۹۸م کال راهيسي د روبرت کوخ انستيتوت د دغه واکسين د کارولو توصيه نه کوي.
انځور: AFP/Getty Images/Rodger Bosch آيا د سل ناروغۍ درملنه کيدای سي؟ که د يوه انسان په بدن کي د پاتوژن باکتريا مقدار ډير وي نو د سل يا نري رنځ ناروغۍ درملنه يې ستونزمنه وي. پاتوژن هغه باکترياوي دي چي په دارو سره نه کنتروليږي. د دغو باکترياوو لرونکي کسان ځانگړي درملني ته اړتيا لري. دغه درملنه ۲۱ مياشتي دوام کوي او د دې مصرف د پرمختيا په درشل کي هيوادونو له پاره ډېر گران دی.
انځور: picture-alliance ملگرو ملتونو په ۲۰۱۵م کال کي اعلان وکړ چي موخه يې تر ۲۰۳۰م کاله پوري د نري رنځ ناروغۍ صفر کول دي. د روغتيا نړيوال سازمان بیا ويلي دي چي د نوي واکسين په راتگ سره کيدای سي تر ۲۰۳۵م کاله پوري دغه هدف ته ورسيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Schulze