يونيسف: وروستۍ لسیزه د ماشومانو له پاره «خونړۍ» وه
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبهپه نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي چې په تيره لسیزه کې د وسله والو نښتو په ترڅ کې د ۱۷۰ زره څخه زیات کم عمره ماشومان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي. د ۲۰۱۰ م کال م په پرتله نن ورځ دغه شمیر درې چنده زیات شوی دې. د هغه هيوادونو شمير چې په وسله والو نښتو کې ښکيل دي، د هغه څخه ډېر لوړ دی کوم وخت چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون په ۱۹۸۹ م کې تصويب کړې وو.
د جګړې اصول له پامه غورځول کيږي
د يونيسف اجرايوي مديرې هنريتا فور وويل: «اوسمهال په ټوله نړۍ کې شخړې اوږد دوام کوي او د لا زياتې وينې تويدنې او د ځوانانو د مړينې سبب کيږې.» هغې زياته کړه: » پر ماشومانو باندې بريدونه دوام لري ځکه چې د جنګي ډلو مشران د جګړې له لومړيو اصولو څخه سرغړونه کوي، يعني د ماشومانو ساتنه نه مراعتوي.«
د رپوټ په حواله په ځانګړي ډول په سوريه، د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت، يمن او افغانستان کې د ماشومانو له پاره وضعيت ډېر ناوړه دی.
په جګړه ځپلو سیمو کې دغه ماشومان له هوايي بريدونو، ځکمنيو ماينونو، توغندیو او د توپ له ګولیو خوندي نه دي.