د سيمې د پوليسو يوه مشر امجد خان، وويل چې پر ښوونځی دا بريد د چهار شنبې په شپه شوی دی. د نوموړي په خبره دا ښوونځی د شمالي وزيرستان د شيوا سيمې د نجونو يوازنی ښوونځی دی.
دغه چارواکي زياته کړې ده چې بريد کوونکو د «عافيه» په نوم دغه ابتدايي ښوونځی کې چېرې چې ۱۵۰ نجونې په زده کړو بوخته دي، چاوديدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول. زياته شوې ده چې د ښوونځي ساتونکی د وسله والو له خوا وهل ډبول شوی او تېښتې ته اړ شوی وو.
په دې پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دی رسېدلی.
د پېښې پړه په سملاسي توګه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو شک یې پر داعش ډلې باندې کيږي چې په ماضي کې یې هم په خيبر پښتونخوا ايالت کې د نجونې ښوونځي په نخښه کړي او په دې عقيده دي چې ښځې بايد تعليم ونه کړي.
يونيسف: «دا يو د کرکې وړ عمل دی»
له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستي ادارې (UNICEF) د پنجشنبې په ورځ دغه بريد په کلکو ټکو غندلی او دا یې يو د «کرکې وړ او بزدلانه عمل بللی دی چې کیدای شي د ډېرو ځوانو او استعداد لرونکو نجونو راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي».
په پاکستان کې د يونيسف استازي عبدالله فاضل، د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل چې په يوه لیرې پرته سيمه کې د «نجونو د ښوونځيو تخریبول» يو ناوړه کار دی چې د هېواد د پرمختګ له پاره زيانمن تماميدلای شي.
ملاله آفریدۍ بې وزلۍ له ښوونځي محرومه کړې
نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف، د چهار شنبې ورځ يوې اعلامیې ته په اشارې سره وويل چې دوی د نجونو د زده کړو په برخه کې د بيړني وضعيت په اعلانولو سره د ۲۶ ميليونو ماشومانو چې ښوونځيو ته نه ځي، په ښوونځيو کې د شاملولو له پاره په هلو ځلو لاس پورې کړی دی.
په پاکستان کې تر ۲۰۱۹م کال پورې د نجونو پر ښوونځيو څو بريدونه وشول، په ځانګړي توګه په سوات او په شمال لویدیځو سيمو کې چېرې چې څو کاله پاکستاني طالبانو په دې پخوانيو قبايلي سيمو کې کنترول په لاس کې درلود.
وسله والو په ۲۰۱۲م کال کې د هغه وخت پر زده کوونکې ملالې يوسفزۍ، هم برید وکړ چې وروسته یې بيا د نجونو د زده کړو په برخه کې د هلو ځلو له کبله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
پاکستاني طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نامه هم ياديږي، بيا د پوځي عملياتو په ترڅ کې له دغو سيمو وشړل شول.
ب. ص/ ن. ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه:
په پاکستان کې د زده کړې د اړتیا د پوره کولو هڅې
په پاکستان کې شخصي ښوونځي، خیریه سازمانونه او دیني مدرسې د دولتي ښوونځیو د کمښت د پوره کولو په هڅه کې دي ترڅو په دې هیواد کې د ۵۰ میلیونه هغه ماشومانو چې غواړي ښوونځیو ته ولاړ شي، دوی ته د تعلیم او تربیې فرصت برابر کړي.
انځور: Reuters/C. Firouzپه پاکستان کې ۲۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي
په پاکستان کې د ۲ لکه او شل زره ښوونځیو د شتون سربیره په دې هیواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. د رویترز خبري آژانس په حواله د ۲۰۱۰م کال راهیسې د پاکستان حکومت هر کال په خپله بودیجه کې د تعلیم د سکتور د ودې له پاره ۱۵ سلنه بودیجه زیاتوي خو بیا هم ډیر څه باید ترسره شي.
انځور: Reuters/C. Firouzد پاکستان د تعلیم د سکتور بودیجه ۸ میلیارده ډالر ټاکل شوې
د ملګرو ملتونو په حواله پاکستان په خپله اوسنې بودیجه کې ۲،۶ سلنه بودیجه د تعلیم په سکتور مصرفوي چې شاوخوا ۸ میلیارده ډالر کیږي.
انځور: Reuters/C. Firouzمدرسې د زده کړې د نظام بدیل
د پاکستان په مري ښار کې دوه کوچني ماشومان په یوه مدرسه کې قرآن شریف لولي. د پاکستان د زیاتره بې وزله کورنیو د ماشومانو له پاره مدرسې د عادي تعلیمي نظام ښه بدیل ګڼل کیږي.
انځور: Reuters/C. Firouzپه پاکستان کې د شخصي ښوونځیو د ښوونکو په حواله په دې هیواد کې د تعلم او تربیې په برخه کې کې ستونزې د پیسو د کمښت له امله نه دي بلکه په دې هیواد کې ښه روزل شوي ښوونکي شتون نه لري. په دې هیواد کې د مشعل شخصي ښوونځي د مدیر زیبا حسین په حواله: «د ښوونځیو شمیر مهم نه دی بلکه مهم معیار او چلن دی.»
انځور: Reuters/C. Firouzد پاکستان د تعلیم او تربیې فدرالي مشر طارق مسعود بیا وايي چې پر ښوونکو تور لګول سم کار نه دی. د هغه له نظره د نفوس ډیروالی او د پیسو کمښت د دولتي ښوونځیو له پاره تر ټولو ستره ستونزه ده. نوموړي رویترز ته وویل چې «هیڅوک هم تر هغه پورې چې ښه تکړه او ښې زده کړې یې نه وي کړي، د دولتي تعلیمي سیستم برخه نه شي ګرځیدلی.» هغه زیاتوي چې په خصوصي سکتور کې بیا په دې هکله ډیره سختي نه شته.
انځور: Reuters/C. Firouzد حکومت له څار بې برخې مدرسې
په پاکستان کې زیاتره مدرسې د حکومت له څار څخه پرته پرمخ بیول کیږي او په ځینو مدرسو کې بیا د اسلام تر ټولو سخت دریځه بڼه زده کوونکو ته ور ښول کیږي. په مري کې د النادوا په نامه له مدرسې څخه د عرفان شیر په خبره: «زیاتره خلک له دې امله خپل ماشومان ښوونځیو ته استوي چې هلته دوی ته خوراک او د اوسیدو ځای ورکول کیږي.»
انځور: Reuters/C. Firouz