يوه افغان عسکر خپل لس ملگري وژلي
۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سهشنبهاعلان
د جوزجان ولايت مرستيال والي عبدالرحمن محمودي ويلي دي: «د محمد عالم په نوم يو عسکر له نورو طالبانو سره چي پوستې ته پر پښو راغلي ول، خپل ملگري وژلي دي.»
هغه ويلي دي چي په دغه پېښه کي يو عسکر ټپي سوی دئ. طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي دي چي د پيښي ځای ته ئې پلاوی لېږلی دئ څو پېښه وڅېړي.
دا لومړی وار نه دی چي په افغان امنيتي ځواک کي داسي کسان پيدا کیږي چي د خپل توپک خوله پر خپلو ملگرو رااړوي.
په ډېرو ولايتونو کي داسي پيښ سوي دي چي په ليري پرتو ولسوالیو کي د پوليسو په پوستو کي د شپې د خپلو ملگرو له خوا لومړی مسموم سوي او بيا وروسته وژل سوي دي.