يوه افغان يو امريکايي عسکر په چاړه وژلی دی
۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبهشپږويشت کلن خوردضابط مايکل کېبل هغه وخت په چاړه ووهل سو، چي د تيري چهارشنبې په ورځ يې د امريکايانو او افغانانو د يوې غونډي امنيت پر غاړه لاره.
دوو تنو لوړپوړو پوځي امريکايي چارواکو د نوم د نه اخيستلو په شرط دغه پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چي پلټني لا دوام لري.
يوه بل پوځي چارواکي ويلي دي چي پر امريکايي عسکر د چړې يرغل کوونکي پوځي يونيفورم نه وو اغوستی. دغه چارواکي زياته کړې ده چي که څه هم د بريد کوونکي افغان عمر په دقيقه توگه نه دی معلوم، خو عمر يې د ۱۶ کلنو په شاوخوا کي اټکل سوی دی.
يو افغان چارواکي زلمي خان ويلي دي چي پيښه د ننگرهار د شينوارو په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه، چي د سيمه ييز پوليسو يوې ډلې د لوړي مراسمو ته چمتو والی نيول کېدی.
دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده چي امريکايي عسکر په سيمه کي له کوچنيانو سره په بازيو بوخت وو، چي د شا له خوا ورباندي د چړې وار وسو.
هغه زياته کړې ده چي يوه تنکي ځوان په لويه چاړه سره امريکايي عسکر پر غاړه وواهه او د پاکستان خوا ته په تېښته بريالی سو.
په افغانستان کي د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چي يرغل کوونکي پر خپل سر دغه کار کړی دی، خو تر بريد وروسته د دوی له غورځنگ سره يوځای سوی دی.
تېره اوونۍ د امريکا د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويلي ول چي يو عسکر يې د دښمن د بريد په نتيجه کي ټپي سوی او وروسته مړ سوی دی.
د ننگرهار له پيښي سره په مارچ مياشت کي د وژل سوو امريکايي عسکرو شمېر ۱۴ ته لوړ سوی.