1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

يوه سړي څرنگه پخپلو کولمو کي کوکاين قاچاقول؟

۱۳۹۸ تیر ۱۳, پنجشنبه

د آلمان پولیسو د نشه یي توکو یو داسې قاچاقبر نیولی دی چې په خپلو کولمو کې یي د کوکاېنو د انتقالولو هڅه کوله. دغه کس د آلمان له هامبورګ ښار څخه په ریل کې د ډنمارک هیواد پلازمېنې کوپنهاګن ته روان وو.

mit Kokain gefülltes Kondom
انځور: picture-alliance/dpa

آلماني چارواکو ویلي دي چې د دې ۳۳ کلن کس په کولمو کې د کوکاېنو ۴۱ لوی کپسولونه موجود ول چې په هر کپسول کې لږ تر لږه ۱۰ ګرامه کوکاېن ځای پر ځای شوي وو. نوموړي کس غوښتل د هالنډ له امستردام ښار څخه د هامبورګ له لارې ځان کوپنهاګن ته ورسوي.

د آلمان ګمرکي چارواکو ویلي دي کله چې ریل له فیهمان ټاپو څخه تیر شو، نو پولیسو دغه کس تالاشي کړ. د هغه په بیګ کې ۵۸ داسې کوچني کپسولونه وموندل شول چې د فشار په وسیله په کې کوکاېن ځای پر ځای شوي ول. د دغو کپسولونو حجم د کفترې د هګیو په اندازه وو.

په همدې ترڅ کې د نشه یي توکو دغه قاچاقبر د تېښتې هڅه هم وکړه او د ګمرک د افسر په مړوند یي خوله ولګوله (غاښونه یې ور ښخ کړل)، خو سره له دې هم په تېښته بریالی نه شو.

د چارواکو له خوا د تحقیق او پلټنو پر مهال هغه ومنله چې د کوکاېنو یو شمیر کپسولونه یي د خولې له لارې تیر کړي دي. وروسته تر دې دغه کس په بيړه نږدې روغتون ته ولیږدول شو او داکترانو یي له کولمو څخه د کوکاېنو کپسولونه را وایستل.

د چارواکو په خبره دغه کس نږدې د یوه کیلو ګرامه وزن په اندازه له کوکاېنو ډګ کپسولونه تیر کړي ول چې وروسته یي بیا له کولمو څخه را وایستل شول.

آژانسونه/ ش.ن/ ن. ز

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب