د آلمان د باوتزن ښار د پوليسو په حواله يوه ۲۹ کلن شکمن سړي په يوه ستره مغازه کې د يوه ډېر ارزانه شي د غلا کولو هڅه کوله خو چې د مغازې دروازې ته ورسيد نو امنيتي زنگ وغږيد. تر دې وروسته دغه سړی په بيړه له هغه ځایه وتښتيد.
دغه سړی له خپل اته کلن زوی سره مغازې ته تللی وو. زياته شوې چې دغه شکمن غله د جمعې په ورځ د شپې کابو ۹ بجې له مغازې څخه د کبانو د دوو پاکټونو چې بيه يې يوازې پنځه يورو کیدله، د غلا هڅه وکړه.
خو کله چي دغه سړي د پيسو ورکولو له غرفې څخه د تيريدلو هڅه وکړه، نو پر پاکټونو د امنيتي ليبل له وجي هلته زنگ وغږيد.
پنځه هغه شیان چې میلمانه یې په اروپا کې له هوټلونو پټوي
داسې فکر کیږي چې د ښکلو او لوکسو هوټلونو میلمانه ډیر با نزاکته کسان وي، خو داسې کسان هم شته چې د هوټل د خونو له شیانو څخه خپل بکسونه ډکوي او خپلو کورونو ته یې وړي.
انځور: picture-alliance/Arcaid/J. Balstonله لوکس او ښکلو هوټلونو څخه د هنري اثرونو او انځورونو ورکیدل یوه لویه ستونزه ده. د یوې څیړنې له مخې ۳۴ سلنه پنځه ستورو هوټلونو ویلي چې د دوی د هوټلونو له خونو څخه ځینې نقاشۍ په چټکۍ سره د ورکیدو په حال کې دي. په څیړنه کې ویل شوي چې په ارزانه هوټلونو کې د ورکیدو کچه ټیټه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hackenbergد مسافرو یو بکس به څومره لوی وي چې یو څوک وکولای شي کمپلې پکې پټې کړي؟ په دې څیړنه کې د ۱۰۰۰ برخه اخیستونکو هوټلونو له جملې څخه ۵۰ سلنه یې ویلي وو چې د دوی له هوټلونو څخه کمپلې ورکې شوي دي. ۱۳ سلنو یې ویلي چې د دوی بالښتونه ورک شوي. د ارزانه هوټلونو په پرتله په لوکس هوټلونو کې د غلا پیښې پنځه برابره لوړي دي.
انځور: picture-alliance/PhotoAlto/F. Cirouد هوټلونو تقریباً ټولې خونې په تلویزیونونو باندې مجهزې دي خو دا چې میلمانه یې پټ نه کړي. د هوټلونو له پاره د تلویزیونونو ورکیدل یوه لویه ستونزه ده. په دې ټول پوښتنه کې پنځه سلنه هوټلونو ویلي چې د دوی تلویزیونونه ورک شوي. دا چې تلویزیونونه د هوټل په دیوالونو نصب شوي، خو بیا هم غله ځانګړې وسایل لري او تلویزیونونه پټوي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Kloseآیا داسې فکر مو کولو چې له هوټلونو څخه د تلویزیون او کمپلو پټول به ستونزمن وي. داسې خلک شته چې ان توشکې پټوې. په دې ټولپوښتنه کې ځینو هوټلونو ویلي چې د شپې پر مهال د دوی ځینې توشکې په لفټ کې د میلمنونو موټرونو ته انتقال شوي. په دې سروې کې پنځه سلنه هوټلونو د توشکو له وکیدو شکایت کړی.
انځور: picture-alliance/Arcaid/J. Balstonتر ټولو خرابه غلا د ايټالیا په یوه هوټل کې شوې. د دې لوکس ایټالیايي هوټل له صالون څخه یوه پیانو په نا څاپه توګه ورکه شوې. درې نا پیژندو کسانو دغه پیانو له هوټل څخه بیرون کړې او د سړک په لور یې انتقال کړې ده او بیا وروسته دغه پیانو هیڅ نه ده لیدل شوې. خو ښه خبر دا دی چې له دې هوټل څخه یوازې همدا پیانو غلا شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene د پوليسو د وياند په حواله سړی له دې ويرې چې ونه نيول شي له هغه ځايه وتښتيد خو د وارخطايي له وجې یې خپل اته کلن زوی هم هلته پريښود.
کله چې یې د زوی په مرسته پولیس تر کوره ورسيدل نو ښځې یې ورته وويل چې هغه زخمي شوی دی او د درملنې له پاره روغتون ته تللی. پوليسو ويلي دي چې ښايي دغه شکمن غل د تیښتې پر وخت د غورځيدو له وجې ټپي شوی وي.