د جرمني په هناو ښار کي يو مهاجر په دې تورن سوی چي د۵۰ يورو په خاطر ئې يو بل مهاجر ړوند کړی. د دغه مهاجر محاکمه اوس روانه ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst
اعلان
د دغه ۲۰کلن مهاجر محاکمه نن د دوشنبې په ورځ د جرمني په هناو ښار کي پيل سوه. د هغه مدافع وکيل ويلي دي چي دغه ځوان د محکمې په لومړي مجلس کي پر هغه باندي د لگېدلو تورونو په اړه څه نه وويل.
پر دغه مهاجر باندي تور دی چي د تيرکال په اکتوبر مياشت کي ئې له يوه بل مهاجر سره په لفظي شخړه کي هغه په غاړه کي دوه ځايه په چاقو وهلی بيا ئې دواړه غوږونه ور په غاښ کړي او په خودکار قلم ئې په دواړو سترگو کي وهلی دئ.
د هغه قرباني تر دغي پيښي وروسته ړوند سوی او روښانه سوې ده چي ټول عمر به ړوند وي. دغو دواړو مهاجرو د جرمني د باد سودن زالمونستر په مهاجر کمپ کي يو بل سره پيژندلي ول. د هغوی مليت ښوول سوی نه دئ.
تر دغي پيښي دمخه دواړو په شلوخترن سيمه کي په يوه خونه کي ژوند کاوه. دغه پيښه د قرباني په کور کي رامنځ ته سوې ده. تورن کس هم په دغه کور کي نيول سوی دئ.
عمومي څارنوالۍ ويلي دي چي دغه پيښه پر۵۰ يورو پور رامنځ ته سوې ده، خو د محکمې قاضۍ سوزانه تسل بيا شک لري چي علت دي ئې پنځوس يورو وي، د هغې په اند قضيه کيدای سي پراخه وي.
هغې د قضيې په اړه وويل: «دا يو ډېر وحشي او عجيبه عمل دئ». پخپله قرباندي د محکمې پر مهال حاضر نه وو.
دغه کس يعني قرباني بيا وورتسبورگ ښار ته نژدې د ړندو د ملاتړ له يوه مرکز څخه لادرکه سوی دئ.
زموږ له ارشيف څخه:
جرمني غواړي مهاجر بيرته يونان ته ولېږي
د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي ځيني مهاجر بايد له جرمني څخه بيرته يونان ته ولېږل سي. دغه پروسه په ۲۰۱۱م کال کي په يونان کي د مهاجرو له پاره د خرابو شرايطو په دليل ځنډول سوې وه. په اړه ئې انځوريز راپور.
انځور: picture-alliance/dpa /P. Seeger
آلمان په ډسمبر مياشت کي تر ۳۰ زيات رد سوي افغان مهاجر افغانستان ته ولېږدول چي پر دې کار پخپله د حکومتي ګوند سوسيال ديموکرات سياستوالو نيوکي وکړې. اوس آلمان غواړي چي په مجموع کي هغه مهاجر چي د يونان له لاري آلمان ته راغلي وي، بيرته يونان ته ولېږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
د يونان له لاري په ۲۰۱۵م کال کي اروپا ته ډېر مهاجر راغلل. د معلوماتو له مخي اکثره مهاجر چي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي اروپا ته راداخل سوي ول، لومړی يونان ته راغلي ول.
انځور: DW/D. Tosidis
يونان ته ډېر پناه غوښتونکي له ترکيې څخه په کوچنيو کښتيو کي اوښتل چي په دې ترڅ کي زيات انسانان ډوب هم سول. دغه انځور يوه سوريايي کورنۍ ښيي چي د اوبو له لاري په ۲۰۱۵م کال د يونان کاوس ټاپو ته رسېدلې وه.
انځور: Getty Images/D.Kitwood
له آلمان څخه يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي هغه وخت محدوديتونه رامنځ ته سول چي په ۲۰۱۱م کال داسي راپورونه خپاره سول چي په يونان کي د مهاجرو وضعه ښه نه ده. داسي ويل کېده چي يونان د مهاجرو د زياتوالي له کبله تر د هغوی تر هوده نه سي وتلای.
انځور: Ifigeneia Intzipeoglou
تردې دمخه چي په ۲۰۱۱م کال کي يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي محدوديت راسي، د دبلين تړون سره سم مهاجر له آلمان څخه بېرته هغه اروپايي هيواد ته لېږدول کېدل چي له لاري يې اروپا ته راداخل سوي ول. يونان ته د مهاجرو د داخليدو دغه پروسه تر ۲۰۱۶م کال پوري په لوړه کچه روانه وه. دغه انځور د ۲۰۱۶م کال په اپريل مياشت کي د ليسبوس ټاپو په يوه مهاجرکمپ کي اخيستل سوی.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Panagiotou
د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي پر۱۱مه نېټه اخيستل سوی د يونان سمندري ځواک د بېړۍ يو انځور چي و ليسبوس ټاپو ته يې په خپله وينا ۵۰۰ مهاجر ورسول. دغه مهاجر په سمندر کي له ستونزو سره مخامخ سوي ول او د دغي کښتۍ له خوا وژغورل سول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Apostolou
يونان ته تر داخلېدو وروسته زياتره مهاجر، نورو اروپايي هيوادونو ته د رسېدو تلاښ کوي. خو کله چي د بالقان مسير په ۲۰۱۶م کال کي وتړل سو نو ډېر مهاجر په يونان کي بند پاته سول. د دې تر څنګ د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرو د بېرته لېږد تړون هم لاسليک سو. دغه انځور د مقدونيا او يونان تر منځ د ايدوميني مهاجر کمپ ښيي.
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld
د «فرانکفرتر الګيماين» ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د کډوالو پر فدرالې ادارې ږغ کړی دی چي له يونان څخه راغلو پناه غوښتونکو څخه صرف د مارچ تر ۱۵مې نېټي پناه غوښتني ومني. په دې توګه سره آلمان غواړي چي د يونان له لاري ورته راغلي مهاجر بېرته يونان ته ولېږدوي. دا په داسي حال کي چي مرستندويه ټولنو په يونان کي د سخت ژمي له کبله د مهاجرو وضعه د اندېښنې وړ بللې ده.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou
دا چي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د مارچ ۱۵مه نېټه له يونان څخه د مهاجرو د منلو وروستۍ نېټه وړانديز کړې ده، ښايي په دې وجه چي تر هغه وخته به سخت ژمی پای ته رسېدلی وي. د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه د ليسبوس په ټاپو کي د مهاجرو کمپ دغه انځور د مهاجرو وضعه ښيي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي پر دويمه وويل چي د آلمان د حکومت اقدامات د دې سبب سوي چي په ۲۰۱۶م کال کي آلمان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله لږ مهاجر راسي. دا چي ديميزير اوس د دبلين تړون د بېرته عملي کولو پر لور گام اخلي او غواړي يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد پروسه پېل کړي، ښايي د آلمان د حکومت د هغو هڅو ادامه وي چي مهاجرو ته پيغام ولېږدوي چي آلمان ته مخه ونه کړي.
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen
د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازيول» د آلمان د حکومت پر هغو پلانونو سختي نيوکي کړي دي چي غواړي مهاجر بېرته يونان ته ولېږدوي. دغه سازمان ويلي چي د مهاجرو د سرپناؤ، له سخت موسم څخه د هغوی د ساتنې او د پناه غوښتنې د پروسې په ترڅ کي نيمګړتياوي لا تر اوسه په يونان کي پر ځای پاته دي.