هوا شا او خوا منفې ۲۰ درجې سړه وه چې بې پروا موټروان د ۹۳A د عمومي لارې پر سر یوه تمځای کې دغه کسان یوازې پريښي دي. دغه سیمه د بایرن ایالت برنن بورگ ته نزدې موقعیت لري. له دغو کسانو څخه یوه تن له نورو موټر چلوونکو سره په دغه تمځای کې خبري کړي دي چې هغوی بیا پولیسو ته خبر ورکړی دی.
په پای کې بیړنیو مرسته کوونکو ډاکټرانو، ژغورونکې عملې او د آلمان فدرالي پولیسو د دغو پناه غوښتونکو غم خوړلی دی چې په یخنۍ کې په یوه ترانسپورتي موتر کې ناست وو. په دغو ۱۹ کسانو کې ۱۴ لویان دي او د نورو پنځه تنو عمرونه له قانوني سن یا اتلس کلنۍ څخه ټیټ دي.
د دغو کسانو د خپلو معلوماتو له مخې له عراق، ایران او سوریې هیوادونو سره تړاو لري، خو له دغو کسانو سر سفري اسناد نه ول.
له ایټالیې د سفر پېل کول
د دغو پناه غوښتونکو د معلوماتو له مخې په ایټالیا کې یې د یوه مهاجر کمپ څخه سفر پېل کړی وو. د خپل دغه سفر له پاره هغوی هر کس له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ یورو پورې قاچاقبر ته ورکړې وې. کابو له یوې نیمې ورځې سفر وروسته په ظاهري توگه د دغه موټر ماشین خراب شوی وو او بیا دغه کسان د موټر چلوونکي له لورې پر لویه لار یوازې پریښودل شوي دي.
د رپوټونو له مخې د موټر نمبر پلیټ د بریتانيا وو. لا تر اوسه د موټر چلوونکي هیڅ درک نه شته. پولیس دا خبره نه رودي چې موټر چلوونکي دې یوه بل بدرگه کوونکي موټر کې تښتېدلی وي. زیاته شوې ده چې د هغه لټون روان دی.
نور مطالب:
په ۲۰۱۶م کال کي جرمني ته څومره مهاجر راغلي او اخراج سوي دي
په ۲۰۱۶م کال کي جرمني ته نژدې ۳۰۵ زره مهاجر راغلي ۲۴زره اخراج سوي او نژدې ۵۵زره بيرته پخپله خوښه هيوادونو ته ستانه سوي دي. په دې اړه انځوريز راپور دلته کتلای سئ.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfelپه ۲۰۱۶م کال کي حرمني ته څومره مهاجر راغلي؟
په دغه کال جرمني ته ۳۰۵زره نوي مهاجر راغلل چي نژدې ۴۷۰۰۰ پکښې افغانان دي او نور د سوريې، عراق، ايران او ايريتريا وگړي بلل سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnertد مهاجرو د پناه غوښتنليکونه څومره وه؟
د ۲۰۱۶م کال د نوامبر مياشتي تر پايه پوري ۷۲۳ مهاجرو د پناه غوښتني کړې چي د دوی ډېری په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته راغلي ول. له دې ډلي څخه د ۶۱۵۰۰ کسانو د پناه غوښتنه منل سوې ده.
انځور: DW/R. Shirmohammadiڅومره ئې په نورو هيوادونو کي د پناه غوښتنه کړې وه؟
د روان کال له جنورۍ څخه تر نوامبر مياشتي د «اروپا د اطلاعاتو بانک» کي د ۲۲۶زرو کسانو د پناه غوښتنه ثبت سوې ده چي له دې ډلي څخه ۸۴۸۵۰ کسانو ئې په يوه بل اروپايي هيواد کي هم ځانونه ثبت کړي ول. ۱۴۱۱۵۰ بيا داسي کسان دي چي په غير قانوني توگه د اروپايي ټولني يوه بل غړي هيواد ته تللي دي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Stacheله جرمني څخه د روان کال د نوامبر مياشتي تر پايه پوري ۲۳۷۵۰ مهاجر اخراج سوي دي، چي تر ۲۰۱۵ ډېر او ۲۰۱۴م کال دوه برابره ډېر دي. په دوی کي ډېری افغانان هم دي.
انځور: Reuters/O. Sobhaniڅومره پخپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي؟
د رسمي معلوماتو له مخي په ۲۰۱۶م کال کي له جرمني څخه نژدې ۵۵زره مهاجر بيرته پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي. له هغو کسانو سره چي پخپله خوښه ستنيږي د جرمني حکومت مالي مرستي هم کوي. ويل کيږي چي تر ۱۲۰۰ يورو پوري هم ورکول سوي دي.
انځور: DW/A. Mukaد جرمني او اتريش ترمنځ سرحد د جرمني له خوا د موقت وخت له پاره کنترولیږي. د دغه سرحد کنترول به د ۲۰۱۷م کال تر فيبروري مياشتي پوري دوام وکړي. له دغي د بلکان مسير ډېر مهاجر جرمني ته ځانونه رسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffelد جرمني له سرحدونو څومره مهاجر بيرته جواب سوي؟
د جرمني يوې ورځپاڼي «نويه اوسنابروگه څايتونگ» د فدرالي پوليسو د معلوماتو له مخي ليکلي دي چي په ۲۰۱۶م کال کي د دغه هيواد له سرحدونو څخه نژدې ۲۰۰۰۰ مهاجر بيرته جواب سوي دي. د دوی ډېری افغانان بلل سوي دي.
انځور: picture-alliance/APA/B. Gindl