1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه ډله افغانان له پاکستان څخه آلمان ته انتقال شوي

۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

د راپورونو په حواله له پاکستان څخه يوې چارتر الوتکې چې ۱۸۸ افغانان پکې سپارل ول، د آلمان پر لور پرواز وکړ. دا په تېرو لسو میاشت کې لومړی پرواز دی چې په دومره ډېر شمیر کې افغانان انتقالوي.

آرشيف انځور: له کابله د افغانانو د تخلیې پروګرام
آرشيف انځور: له کابله د افغانانو د تخلیې پروګرامانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په پاکستان کې د آلمان سفارت سرچينو ويلي دي چې په دې کسانو کې چې د آلمان د پروګرام په چوکاټ کې انتقال شوي، زياتره یې ښځې او ماشومان دي.

دا په دې تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان څخه لومړی چارتر پرواز دی چې په دومره ډېر شمیر کې افغانان انتقالوي. دا الوتکه ښايي د پنجشنبې په ماښام آلمان ته رسېدلي وي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله دا ډله له هغو افغانانو څخه جوړه وه چې له افغانستان څخه له ځانګړي خطر سره د مخامخ کسانو د منل کيدو [Bundesaufnahmeprogramm] او يا د سيمه ایزو کارکوونکو په پروسه کې شامل ول.

د آلمان حکومت په دې وروستيو کې اعلان کړی وو چې غواړي هغه افغان مهاجر به [چې آلمان ته د راتګ په انتظار دي] له پاکستان څخه د غير قانوني افغان کډوالو د ډله ایز اخراج په ترڅ کې وساتي.

په اکتوبر میاشت کې د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې هغه افغانان به اخراج کړي چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

په پاکستان کې څه نا څه ۴،۴ میليونه افغان کډوال ژوند کوي چې له دوی څخه کابو ۱،۷ ميليونه پرته له قانوني اسنادو هلته ميشت دي.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

04:02

This browser does not support the video element.

پاکستاني چارواکو هم ويلي ول چې هغه کسان به افغانستان ته نه ليږدول کیږي چې آلمان ته د تګ په تمه په پاکستان کې شپې او ورځې سبا کوي.  

په برلين کې د حکومت د اټکلونو پر اساس د نوامبر مياشتې په پای کې څه نا څه ۱۱ زره ۵۰۰ افغانان آلمان ته د انتقاليدو په تمه ول. له دوی څخه یې هغه وخت ۳۰۰۰ په پاکستان، ۳۰۰ په ایران او تر ۸۰۰۰ ډېر په افغانستان کې ول. د جون مياشتې له پای راهېسې ۵۷۳ افغانان آلمان ته راغلي دي.

د آلمان د فدرال د منلو دا پروګرام په نظر کې لري چې هغه کسان چې د ښځو اوبشري حقونو په برخه کې او همدا راز د قضا، سياست، رسنيو، زده کړو، کلتور او سپورت او ساينس په برخه کې فعال ول او اوس له ځانګړي خطر سره مخامخ دي، وژغوري.

دا پروګرام په میاشت کې د زرو افغانانو د انتقالولو هدف لري.

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

02:21

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل