«يوولس سوه افغانان د ايدز په ناروغۍ اخته دي»
۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبهد افغانستان د روغتيا وزارت د شمېرو له مخي په دغه هيواد کي ۱۳۶۷ تنه د ايدز په وژونکي ناروغۍ اخته دي. دا يوازي هغه کسان دي چي له روغتيا وزارت سره رسمي ثبت سوي دي.
د افغانستان د ورغتيا وزارت د ايدز نړيواله ورځ «خپله وينه د اچ آی وي [ويرويس] د معلومولو له پاره معاينه کړئ» تر شعار لاندي ولمانځله.
د عامي روغتيا وزيري اغلي ثريا دليل د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲) په کابل کي د ايدز ناروغۍ د نړيوالي ورځي په مناسب په جوړه سوې غونډه کي وويل: «د دغه شعار له عملي کولو څخه مو موخه، په افغانستان کي د ايدز ناروغي د پيښو مخنيوی دئ.»
د نړيوال روغتيايي سازمان د شمېرو له مخي په دې وروستیو کلونو کي د مديترانې په ختيځو هيوادونو کي چي په هغه کي افغانستان هم راځي د ايدز وژونکې ناروغي نوره هم ډيره سوې ده.
د معتادينو د ډيرېدو اندېښنې
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د شمېرو له مخي په افغانستان کي له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پوري داسي معتادين سته چي د پيچکاريو له لاري نشه کوي.
داسي اندېښنې موجود دي، چي له دغي لاري د ايدز د وژونکي ناروغۍ انتقال ډير اسانه دی او په دغه هيواد کي د دغي ناروغۍ کچه لوړيږي.
د افغانستان د روغتيا وزارت د دغه هيواد په ۹ ولايتونو کي د ايدز ناروغۍ د تشخيص څاگي جوړي کړي دي. په دغه مرکزونو کي په وړيا توگه وينه معاينه کيږي، چي د ايدز ناروغي تشخيص کړي.
مېرمن دليل وويل، چي د اچ آی وي ويرويس له ککړتيا سره د مبارزې ملي پروسې په جريان کي به خلکو ته د دغه وژونکي ناروغۍ او د هغې د مخنيوي په اړه معلومات ورکړل سي.
هغې دغه راز وويل، چي د دغي ناروغۍ د مخنيوي له پاره بايد د دولت ټول نهادونه لاس سره ورکړي. مېرمن دليل دغه راز د افغانستان له ټولو رسنيو څخه وغوښتل چي د خلکو د خبرولو په برخه ورسره مرسته وکړي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل