1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې زلزلې د ایران په جنوب ختیځ کې سېلاب ځپلې سیمې لړزولي

۱۴۰۲ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د ايران جنوب ختيځ او د پاکستان سرحدي سيمي د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې یوې زلزلې لړزولي دي. دغه سيمي سیلابونو هم ځپلي وې.

د پاکستان ګوادر بندر
د پاکستان ګوادر بندرانځور: PPI/ZUMA Press Wiredpa/picture alliance

د سې شنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې زلزلې د ایران او پاکستان سرحدي سیمې ولړزولې. تر اوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په تېرو ورځو کې سخت او غیرمعمولي اورښتونه په دې سيمي کې د سېلابونه لامل شوي دي. د ایران د دولتي خبري اژانس "ایرنا" د راپور له مخې، د هوا د خرابوالي له امله په لسګونو ښارونو کې برېښنا او اوبه نشته. د دې پیښې له امله په زرګونو خلک اغیزمن شوي دي.

د ایران په ګاونډ کې د پاکستان په سرحدي صوبه کې هم د خراب موسم ترڅنګ سیلابونه راغلي دي. د پاکستان د اقتصادي پلوه مهم بندري ښار ګوادر په زرګونو اوسیدونکي په تیره یوه اونۍ کې خوندي سیمو ته کډه شوي دي. په دې هېواد کې د سختو موسمي پېښو له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې سیمه کې تل قوي زلزلې کیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل