1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې هندي جوړې د کرونا بندیزونو له کبله په الوتکه کې واده وکړ

۱۴۰۰ خرداد ۴, سه‌شنبه

يوې هندي جوړې د کرونا بندیزونو له کبله د واده خپل مراسم په هوا کې ترسره کړل. دغه جوړې د خپلو تر ۱۶۰ زياتو مېلمنو له پاره يوه الوتکه کرايه کړې وه.

Indische Braut steckt Ehering auf den Finger ihres Bräutigams
انځور: picture-alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله په هند کې د کرونا ويروس د نوي څپې له کبله په ډېرو ایالتونو کې په ودونو کې تر ۵۰ زياتو مېلمنو ته د ګډون اجازه نه ورکول کيږي. خو د يکشنبې په ورځ په دغه واده کې ۱۶۱ کسانو ګډون کړی وو چې د تازه واده شوې جوړې د کورنۍ غړي او دوستان پکې شامل ول.

د «هندوستان ټايمز» ورځپاڼې د رپوټ په حواله د «سپايس جټ» هوايي شرکت دې الوتکې د تامل ناډو ايالت له مادورای سيمې څخه بنګلور ته پرواز کړی وو او د واده مراسم هله پر ځای شول چې الوتکې د ميناکشي امان د تاريخي مندر پر سر پرواز کاوه.

په ټولنیزو رسنيو کې د واده انځورونه او ويديوګانې خپرې شوې دي چې پکې ليدل کيږي چې د واده جوړه او مېلمانه یې چې په غاړه کې يې ګلان پراته دي، سره سيلفي انځورونه اخلي.

د هندي چارواکو په حواله د دغه هيواد د هوايي چلن ادارې په دې اړه د پلټنو لارښوونه کړې ده او د الوتکې د عملې دندې یې ځنډولي دي.

ويل شوي چې په دې ترڅ کې د هوايي چلن له اصولو سرغړونه شوې ده او همدا راز د کرونا بندیزونه هم نه دي مراعت شوي او هیچا ماسک نه وو تړلی او ټولنیز واټن هم نه دی مراعت شوی.

په هندوستان کي دنارینه وو سره د جبري واده کولو پيښي ډیری سوي دي

 د رپوټونو په حواله د هند ملکي هوايي چلن ادارې مشر د «سپايس جټ» په نامه دغه شرکت څخه غوښتنه کړې ده چې د واده شوې جوړې او د هغوی د مېلمنو په اړه دې اقدام وکړي. کيدای شي پر ټولو په مسافر وړونکو الوتکو د سفر بندیز ولګول شي.

ياد شرکت ويلي دي چې دا الوتکه يوه کميشن کار کرایه کړې وه. د دغه شرکت وياند زياته کړې ده چې کميشن کار او مېلمنو ته د ټولنیز واټن او د نورو حفاظتي اقداماتو د مراعاتولو په اړه لارښووني شوي وې.

په هند کې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس د پېښو زياتېدو له کبله کلک بندیزونه لګول شوي دي او تر اوسه تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د کرونا د ۲۶ ميلیونو پېښو په درلودو سره د هند روغتونونه تر سخت فشار لاندي دي. کارپوهان وايي چې په کرونا د اخته کسانو او همدا راز د مړو شمير ښايي تر دې هم لوړ وي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل