يوې ۷ کلني نجلۍ ته د ۴۵ ميليونو يورو الماس ډالۍ سو
۱۳۹۴ آبان ۲۲, جمعهاعلان
په نړۍ کي په ځانگړو ورځو ډيري ډالۍ کښته پورته کيږي: د کريسمس ډالۍ، د زېږون د ورځي ډالۍ، د مينانو د ورځي ډالۍ او داسي نور. کله نا کله دغه ډالۍ د عطرو يوه ښيښه وي او کله بيا يو کور.
خو اوس يوه چينايي خپلي ۷ کلني لور ته د نړۍ تر ټولو گران الماس ډالی کړ. دغه سړي په ژنيو کي په يوه ليلام کي «بلو مون» الماس په ۴۵ ميليونه يورو رانيو او خپلي کوچنۍ لور ته ئې ډالۍ کړ.
دغه چينايي سوداگر چي ژوزف لا لون هونگ، نوميږي د دغه الماس تر رانيولو وروسته ئې هغه د خپلي لور په نوم و نوماوه.
د نړۍ د دغه تر ټولو گران الماس نوم چي ۱۲ قيراطه وزن لري تر دې وروسته داسي دئ: «بلو مون ژوزفين».