يو آخيم گاوک د المان يوولسم ولسمشر وټاکل سو
۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبهاعلان
د پخواني ختيځ المان د بشري حقونو فعال يو اخيم گاوک د المان د ۱۱ ولسمشر په توگه وټاکل سو. نوموړی چي عمر يې ۷۲ کاله دئ د المان د عالي شورا په ځانگړې غونډه کي په دې وتوانېدی چي ۹۹۱ رايي خپلي کړي. د کيڼ گوند له خوا د ولسمشرۍ له پاره کانديدي مېرمني بياته کلارس فېلډ چي يوه نامتو ژورنالسته او د نازيانو پر ضد د مبارزې اتله بلل کيږي، ۱۲۶ رايي وگټلې. د المان د ښې اړخ گوند اېن پي ډي تاريخپوه کانديد اولاف روزه صرف درې رايي تر لاسه کړې.